تاند، چهار شنبه، د اسد ۲مه: د لوړو زده کړو وزارت وايي، له دې وروسته به د پوهنتونو د فارغانو ټرانسکریپټونه د لا امنیتي خوندیتوب په خاطر د صکوکو مطبعه کې چاپېږي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري ریاست په دې تړاو د صکوکو مطبعې له مسوولانو، د مالې وزارت د عوایدو ریاست او څلورو لویو پوهنتونو له مشرانو سره په دې تړاو ناسته کړې او پرېکړه یې صادره کړې ده چې له دې وروسته د لا امنیت لپاره باید د نومرو ترانسکریپټونه د پوهنتونو پر ځای د صکوکو مطبعه کې چاپ شي.
د لوړو زده کړو وزارت وايي، پر نویو ترانسکریپټونو به د صکوکو مطبعه کې ځانګړی کوډ وهل کېږ، تر څو له دولتي پوهنتونو څخه د فارغانو په اسنادو کې د جعلکارۍ او درغلۍ مخه ونیول شي.
د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان وايي، په دې اړه وايي، له دې وروسته به ترانسکریپټونه د امنیتي کوډ له مخې پیژندل کېږي: (( له دې وروسته که څوک په هیواد دننه او یا دباندې زده کړو ته دوام ورکوي، هیڅ ستونزه به نه ورته پېښېږي او یوازې باید د خپل ترانسکریپټ امنیتي کوډ متقابل لوري ته ووايي، دا کار مو د شفافیت لپاره کړی دی.))
نوموړی زیاتوي، له دې کار سره به د افغانستان ترانسکریپټونه له هیواده بهر زیات اعتبار هم پیدا کړي: ((داسې نه ده چې پخواني اسناد بې اعتباره دي، بلکې هر ځای د اسنادو د وېش شېوه بدلون کوي، موږ هم پرمختګ لپاره یو بل ګام واخیست، څو یو لوی ډیټابیس جوړ کړو او ټول ترانسکریپتونه په کې ثبت کړو.))
د فرزان په خبره له دې وروسته که له کوم محصل څخه خپل ترانسکریپت ورک شي، کولی شي وزارت نه بل سند ترلاسه کړي: (( نور به د اسنادو د تایید لپاره بیا د وزارت تایید ته څوک اړتیا لري نه به کومه بله ستونزه وي، بلکې فقط د سند امنیتي کوډ به یې د لوړو زده کړو وزارت ویبسایټ کې کتل کېږي.))
نوموړی دغه راز زیاتوي، حکومت به پر نویو ترانسکریپټونو چې ځانګړې پاڼه، رنګ او کوډ به ولري، ځانګړی قیمت هم وضع کړي.
تر دې مهاله د دولتي پوهنتونو د اسنادو په تړاو جعلکارۍ شکونه زیات کېدل.
پروسه به داسې وه که چا به دولتي دنده اخیستله مجبور و چې خپل سند له پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت سره بیا تایید کړي، خو که څوک به له افغانستانه بهر زده کړو ته روان و نو مجبور به و چې لوړو زده وزارت او د خارجه چارو وزارت کې د خپلو اسنادو تایید په هدف شاوخوا د دوه میاشتو پړاو ووهي.