تاند- د عامې روغتیا وزارت نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې د کابل د پرونۍ حملې د ټپیانو شمېر ۱۹۱ تنو ته زیات شوی دی.

دا وزارت لا هم د وژل شویو کسانو شمېر ۹۵ تنه ښيي، خو دا په داسې حال کې ده چې د دوو تنو مړي موندل شوي نه دي.

له بلې خوا د افغانستان حکومت له پرونۍ حملې راوروسته نن په هیواد کې د وروستیو تروریستي حملو له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره ملي ماتم اعلان کړ.

«د افغانستان اسلامي جمهوري دولت زموږ غمجنو او ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او هغوی ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلانوي چې له همدې امله به نن (د یوې ورځې لپاره)په هېواد کې او له هېواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي.»

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل، د کانتینینټل، په ننګرهار کې د سیف دي چلدرن، د کندهار د عینو مېنې او د کابل د صدارت څلورلارې د پرونۍ حملو په خاطر نن ملي ماتم اعلانوي او سبا به یوازې په پلازمېنه کابل کې عمومي رخصتي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *