کیسه یې پیل کړه، زه ورته غوږ وم.
کله مې چې په سویس کې زده کړې کولې، یوه ورځ د چای څښلو لپاره له پوهنتون بهر ووتم چې چای خانې ته ورسېدم د پوهنتون استاد مو هم هملته و.
د افغان حکومت د بدو حالاتو په اړه بحث راغی، استاد مې حیرانونکې خبره وکړه چې تر اوسه مې په ذهن تصویر ده.
استاد مې ویل:
فکر مه کوه چې دا هېوادونه په پچه وتلي او د سیوسیانو په لاس دغه خاوره او وطن ورغلی او افغانان بد نصېبه و چې د دې ورځې سره مخ دي، بلکې د هر ملت چې کوم ډول سزا وي هماغه ډول حکومت یې په نصیب کېږي. او دا ډول حکومت د سویسیانو حق دی او د افغانانو له دې حالت چې دوی لري زیات حق نه کېږي.
ملګري مې ویل: د کمترۍ او حجالتۍ احساس مې وکړ، د همدې لپاره مې وپوښتل:
نو افغانان کوم کارونه وکړي، څو یې حالت تغیر وکړي؟
استاد مې د چایو پیاله له خولې لېرې کړه، مسک شو او ویې ویل:
هر سویسی په کال کې لس کتابه لولي، که دې چېرې یو افغان ولید زما له اړخه ورته ووایه، که مو په کال کې یو کتاب ولوست هېواد او حالت به مو تغېر وکړي.