تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱ مه: د ننګرهار له محبس څخه ۴۶ زندانیان د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه له بنده خوشې شول.

د بندیانو د خوشې کولو پروسې په اړه د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، دا کسان د ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې له بنده څخه ازاد شول چې په خوشې شویو بندیانو کې ۴۱ نارینه او پنځه میرمنې شاملې دي.

دغه اقدام پر داسې مهال اخیستل کېږي، چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د فرمان له مخې، د کورونا د مخنیوي لپاره د هېواد له زندانونو ۱۰ زره هغه بندیان خوشي شي، چې دوسیې یې جدي نه دي.

لویه څارنوالي وايي، خوشي کېدونکي بندیان په ترهګریزو بریدونو تورن نه دي او کورني او بهرني امنیت ته ګواښ نه پېښوي.

تېره ورځ له هرات زندان څخه هم د ۵۰۰ زندانیانو د خوشې کولو لړۍ پیل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *