تاند نیوز ډیسک: عامې روغتیا وزارت ټول هیواد نه د جنسي ځواک ډېرولو او د چاغښت درملو راټولولو ۶ ورځنی کمپاین پیل کړی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند توحید شکوهمند وایي، دا کمپاین د سرطان له لومړۍ نیټې پیل او تر شپږمې به دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې د چاغښت، د بدن د وچولو او جنسي ځواک ډیرولو درمل له غیر قانوني پلورنځیو او درملتونو راټول کړای شي.
شکوهمند زیاته کړه، دا درمل روغتیا ته تاوان کوي ځکه وزارت هم دا درمل ممنوعه اعلان کړي، خو بیا هم د افغانستان پر پولو قاچاقي را اړول کیږي او ان دستفروشان یې هم پلوري: (( اصول دادي چې ټول درمل واردیدا سره سم ثبت شي، ګني باید ونیول شي او وسوځول شي، موږ روان کمپاین کې دا ډول درمل هرات نه په زیاته اندازه راټول کړي دي))
ډاکټران وایي، د چاغښت، بدن وچولو او جنسي ځواک اکثره درمل بې کیفیته او د انسان د بدن په زیان تمامیږي.
