تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۷مه: د ملي امنیت شورا وايي، څو ورځو کې به د ولسمشر د فرمان له مخې د ښه نیت لپاره د طالب بندیانو د خوشې کولو لومړۍ برخه بشپړه شي.
د دغې شورا ویاند جاوید فیصل تاند ته وویل، تر اوسه حکومت ۹۰۲ طالب بندیان وشې کړي دي او ۵۰۰ نور به هم څو ورځو کې خوشې کړي، تر څو د ولسمشر د فرمان له مخې د یو نیم زر طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه شي، خو په وینا یې ططالبان لا هم سولې ته لیوالتیا نه لري.
جاوېد فیصل وايي، طالبان هره ورځ بریدونه او تاوتریخوالی کوي او د بې ګناه افغانانو د وژنې سبب ګرځي: (( وړمه ورځ مو ۱۰۲ طالبان او تېره شپه مو ۵۲ طالبان نور هم خوشې کړل او خپل ښه نیت به لا ښکاره کوو.))
که څه هم طالب ویاند سهیل شاهین د طالب بندیانو د خوشې کېدو هر کلی کړی دی خو غوښتنه یې کړې چې دا لړۍ باید نوره هم چټکه شي.
دغې ډلې تر اوسه د ۱۳۰ افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی خو حکومت وايي، د طالبانو لخوا خوشې شوي زیاتره کسان ملکیان دي او طالبانو د زرو بندیانو د لیست پوره کولو لپاره د ملکیانو برمته نیونې ته مخه کړ ېده.