خرد اونیزه / عبدالرحمن تسل
د اداري فساد د له منځه وړلو په لړکې د حکومت وروستیو کړنو ولس امیدواره کړی دی. د کابل بانک په بحران کې دا ځل د محمود کرزي او حسین فهیم د شتمنیو کنګل کیدل د دې ښکارندوی دي چې قانون نور په زورواکانو باندې هم پلي کیږي. کابل بانک د خپل وخت تر ټولو مشهور او د راکړې ورکړې باوري سرچینه وه خو په دې بنسټ کې د زورواکانو شتون او د ضعیف اداري او بې کفایته مشرانو شته والی ددې لامل شو چې شا او خوا ۸۵۰ میلیونه ډالره لا درکه شي. د کرزي په حکومت کې پراخ اداري فساد موجود وو. له همدې موقع څخه په ګټې اخیستنې سره زورواکان ځواکمن او شتمن پاتې شول او غریبان اوس هم دغریبۍ او بې وزلۍ شپې او ورځې سبا کوي. وروستي راپورونه جوتوي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د دشیر خان فرنود او خلیل الله فیرزوی سربیره غواړي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي او د حامد کرزي لومړي مرستیال ورور حسین فهیم شتمني کنګل اعلان کړې. دا کار یې ددې لپاره وکړ چې یاد دوه زورواکان د کابل بانک پوروړي دي او باید خپل پور ورکړي.
د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي چې د محمود کرزي او حسین فهیم د شتمنیو د کنګل ترڅنګ د عبدالغفار داوي د استیناف محکمې له پریکړې وروسته کنګل شوه. خو له دې سره په څنګ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي وايي چې دکابل بانک پور یې ورکړی دی او له دې سره سره بیا هم لویې څارنوالي دده شتمني کنګل کړې دی. د لویې څارنوالۍ د چارواکو په وینا حسین فهیم او عبدالغفار داوي د هغوئ د شتمنیو له کنګل کیدو وروسته دې ته چمتو شوي دي چې د کابل بانک پور ورکړي او حساب کتاب ته تیار شي.
بل خوا د کابل بانک دوه نور پوروړي او د کابل بانک په بحران کې ښکیل د افغانستان بانک پخوانی مشر او د نوي کابل بانک مشر له هیواد څخه بهر تښتیدلي دي او ددوی تیښته ددې ښکارندوی دی چې یادو دوه کسانو هم په پراخه توګه د کابل بانګ په مسئله کې ښکیل دی. د یادو دوه کسانو ضمانت د مالیې وزرات سرپرست او په مالي چارو کې د ولسمشر غني مشاور وزیر حضرت عمر زاخیلوال کړی دی. د لویې څاروالي چارواکي وايي که چیرې د افغانستان بانک پخوانی مشر او د نوي کابل بانک رئیس حاضر نه شي نو دوی به حضر عمر زاخیلوال محکمې ته احضار کړي
دکابل بانک دوه لوړ پوړو چارواکو خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود د مالیې په وزیر حضرت عمر زاخیلوال باندې هم تورونه لګولي دي چې د کابل بانک په بحران کې ښکیل وه خو زاخیلوال دغه تورونه ردوي. خو په څنګ کې لویه څارنوالي خبر ورکوي چې، تر اوسه د زاخیلوال دتورونو په تړاو کوم ثبوت نشته خو که ثبوت او شواهد وړاندې شي نو په همدې برخه کې به هم اقدام وشي. د کابل بانک په بحران کې ۸۵۰ ملیون ډالره ورک شوي دي.
حکومت که د ددې خاورې هر وګړي ته که زورواک دی او یا هم بې واک له دوه مساوي سترګو وګوري او په ټولو قانون په برابره توګه پلي شي نو په ډاډ سره ویلای شو چې په دې هیواد کې به اداري فساد صفر ته را ټیټ شي او خلک به په دې خاوره کې د یو داسې دولت احساس وکړي چې د مظلوم ملاتړی او د ظالم دښمن دی. هیله دی چې د بې باوري هغه فضا چې د حکومت او ولس ترمنځ د ولسمشر کرزي په دوران کې را منځ ته شوې وو د ورته کړو په تر سره کولو سره یو ځل بیا ایجاد شي او له هر چا سره حساب او کتاب د خپلو تر سره شو کړنو په اساس تر سره کړي. ظالم ته سزا ورکړل شي او مظلوم ته خپل حق ورسوي.