تاند، سه شنبه، د حوت ۶ مه: د افغانستان حكومت د مسافرو د تګ راتګ لپاره بېرته له ايران سره خپلې پولې پرانيستې.

د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل تاند ته وایي، دا تصميم د روغتيا نړيوال سازمان د سټنډرډونو د تطبيق په شرط نيول شوى دى.

د ده په وينا، مسافر كولى شي د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوال سازمان د پروسيجرونو تر تطبيق وروسته ايران ته تګ راتګ وكړي.

په همدې حال كې د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، د افغانستان او ايران ترمنځ په پولو او هوايي ډګرونو كې روغتيايي ټيمونه په اړتيا وړ وسايلو سمبال شوي، ترڅو مسافر معاينه كړي.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145083

د نوموړي په خبره، هغه افغان مسافر، چې د سرحد هغې غاړې ته بند پاتې وو، تېره شپه له معاينې وروسته خپل هېواد ته داخل شول او هېڅ يو يې په كورونا ويروس اخته نه دى.

بل پلو مايار هغه اوازې رد كړې، چې ګواكې په کرونا ويروس اخته كس د هرات له روغتيايي مركزه تښتېدلى او له خلكو يې وغوښتل، چې د عامې روغتيا له وزارت پرته د نورو مراجعو پر معلوماتو باور ونه كړي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې د ياد ويروس يوازې يوه مثبته پېښه شوې او پرې اخته كس د ايران له قم ښاره راستون شوى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *