تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د افغان حکومت مؤثقې سرچینې وايي، نن به د طالبانو سل بندیان ورخوشې کړي خو په دې ډله کې به هغه ۱۵ خطرناک قومندانان نه وي چې طالبانو یې د خوشې کولو باندې ټینګار درلود.

د افغانستان د ملي امنیت شورا یوې مؤثقې سرچینې د حالاتو نازکوالي ته په پام له نوم اخیستلو پرته تاند ته وویل، افغان حکومت به نن سه شنبه ماسپښین له دوه نیمو بجو تر پنځو بجو پورې د ولسمشر د فرمان او د سولې پروسه کې د نیک نیت ښودلو پر مخ ۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

سرچینه وايي، دا هغه بندیان دي چې کابل ته د طالبانو له راغلي تخنیکي ټیم سره په مذاکراتو کې پرې هوکړه شوې وه او هغوی هم تثبیت کړي وو، خو په دې سلو کسانو کې به ۱۵ هغه خطرناک قومندانان نه وي چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رئیس متین بیګ یې یادونه کړې وه او طالبانو یې په خوشې کولو ټینګار درلود.

سرچینه وايي، افغان حکومت به دغه طالبان د دوی تر کورونو پورې ورسوي او له هغې اخوا مسوولیت یې پر غاړه نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن په دې بهانه چې افغان حکومت یې د بندیانوخوشې کولو کې ځنډ او پلمې جوړوي، خپل تخنیکي ټیم له کابله ورغوښتی دی.

بلخوا د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د بندیانو پر موضوع د خبرو درول ځانښودنه ده او دوی ته د منلو نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *