په تېرو دیارلسو کلونو کې یعنې د کرزي د حکومت په دوره کې د نامسؤلو وسلوالو کسانو مخنیوی ونه شو، په هېواد کې ډېری کسان دي چې په غیر قانوني توګه په وسلو سمبال دي او هېڅوک هم نشي کولای د دوی مخه ونیسي، دا کسان یا د وزیر زامن او یا هم د زورواکو او غاصبانو زامن دي، کله چې دوی په لارو راون وي نه ترافیکي قوانین مني او نه هم د پولیسو کومې پوستې ته درېږي، حتا په ډېریو ځایونو کې ترافیک او پولیس د دوی له لوري وهل کیږي، له بلې خوا خلک د دوی له لوري ځورول کیږي او په لارو کې خلکو ته ګڼې ستونزې پېښوي: د زیات سرعت له امله خلکو ته اوبه شیندي، بې ځایه هارنونه کوي، که ټwritکسي چلوونکی لار ورنه کړي نو د خپلو ساتونکو په وسیله او یا هم په خپله، ټکسي چلوونکی وهي، په لارو کې د خلکو ناموس ته په بد نظر کوري په ځانګړې توګه نجونې له ځان سره په زور موټر ته پورته کوي………………… او داسې نور
خو ولې افغان حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی تر څو د دې ډول کسانو مخنیوی وکړي؟ دا ځکه چې دا ټول د زورواکانو زامن دي او امنیتي ځواکونه نشي کولای د دوی مخنیوی وکړي که چېرې کوم پولیس له دوی سره بد یا ناوړه چلند وکړي نو سمدستي له دندې ګوښه کیږي، افغانستان یو داسې هېواد دی چې هر څوک پکې خپله پاچاهي کوي په ښارونو کې د زورواکو زامن، په کلیو بانډو کې د خان او ملک زامن او یا هم هغه کسان چې وسله په غاړه لري، نو غریب دې ګرځي خپلې مېږې دې یو له بله بېلوي.
دا چې نن د کندز والي محمد عمر ساپي له دې ستونزې شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې په کندز کې نامسؤله کسان مخ په زیاتېدو دي او دولت باید دې ستونزې ته پاملرنه وکړي، کنه دی به استعفا ورکړي زه وایم چې دولت په مرکز کابل کې نشي کولای د دې دول ستونزو مخه ونیسي نو په کندز، غزني کندهار او نورو ولایاتو کې څنګه وکولای شي د دې دول ستونزو مخنیوی وکړي، دا دولت ویده دی دا دولت او له دوو سرو اداره کیږي، دې دولت تر اوسه خپله کابینه نه ده اعلان کړې خپلې ستونزې یې کمې دي چې اوس دې ته پاملرنه وکړي.
ولسمشر غني به په لومړیو کې ویل چې هېڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دی. نو کله چې کم نه دی ولسمشره را بهر شه! په ښار کې دې د زوراکو او ویزانو زامن ووینه چې څه کوي، ته خو بېغمه به ارګ کې ناست یې خلکو خو ښه درسره کړي رایه یې درکړې د دې په خاطر چې له هېواده دا ډول ستونزې ورکې شي، خو زه وایم چې ستونزې به لا ډېرې شي بلکې کمې به نشي، ځکه په تېرو دیارلسو کلو کې دا ډول ناوړه پېښې نه وې شوې لکه ستا په دې شپږو میاشتو کې رامنځته شوې، خلکو ډېرې هیلې درلودې خو فکر نه کوم د دوی دا هیله بشپړې شي.
په درناوي
امین پاچا