افغان حکومت وایي پر کندوز بريد وښوده چې طالبان لا هم سولې ته ژمن نه دي.
تیره شپه وسلوالو طالبانو په داسې مهال په کندز ولایت برید وکړ چې ددې ډلې مشران له امریکایي پلاوي سره په خبرو بوخت دي
ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن سهار په کابل کې ځینو رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د طالبانو وروستي برید وښوده ده چې دا ډله لا هم سولې ته ژمنه نه ده .
ښاغلی صدیقي وایي که وسلوال طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو دوئ به هم په کرار کینني او دفاع به وکړي.
دی وایي افغان ملي امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري چې د طالبانو بریدونه شنډ او دوئ ته سخته ماتې ورکړي.
د کندز جګړه چې تیره شپه یوه نیمه بجه د وسله والو طالبانو له لوري په دغه ښار له څلورو خواو څخه پیل شوه چې تر نن مازدیګره یي دوام وکړ او هلته د کومانډو ځواکونو په رسیدو دغه جګړه پاي ته ورسیده
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیوو ته څه نه دې ویلې.