د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثمانی

خبریال: میرویس جلالزی – د لومړي ځل لپاره د ملي یووالي د حکومت یوه چارواکي ومنله چې ډېر شمیر ملایان د نظام پر ضد تبلیغات کوي او په دې کار یي د خلکو په اذهانو کې د دولت پر وړاندي کرکه او انزجار رامنخ ته کړی دی.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثمانی دغه څرګندونې په کابل کې له یو خصوصي ټلویزیوني چینل سره د مرکې پر مهال کړي دي.

ښاغلي عثماني د حکومت او ګڼ شمیر ملاامامانو او د جوماتونو د خطیبانو ترمنځ موجود واټن د ولس په زیان وبلل او زیاته یي کړه چې د دغه واټن د له مینځه وړلو او یا لږ تر لږه کمولو لپاره باید له ټولو ممکنه وسایلو کار واخلي.

د حج او اوقافو وزارت د شمیرو له مخي د مګړۍ په ملک کې له ۱۵۰ تر ۱۶۰ زرو پوري جوماتونه شته چې اکثریت يي له حکومت سره تړاو نه لري.

د ښاغلي عثماني په وینا له دوی سره شاوخوا ۳۷۰۰ جوماتونه ثبت دي او پاتي نور چې شمیر یې تر ۱۵۰ زرو اوړي له حکومت سره نه رسمیت لري او نه هم په حکومتی دیتابیس او د اصلاحاتو په سیستم کې شامل شوي دي.

جوماتونه او منبرونه په افغانستان کې د تبلیغ عمده مرکزونه بلل کیږي او په تیرو څو لسیزو کې یې په سیاستونو پوره اغیز درلودلی دی.

د حج او اوقاو وزیر وايي چې تر اوسه پوري په دقیقه توګه نه ده معلومه چې څوک ملا، څوک موذن او څوک خادم دی، ځکه هر کس د ملا په نامه په خپله ګټه تبلیغ کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره حتي په ځینو مواردو کې د کلام الله ایتونه هم تحریفوي.

د ملایانو او جوماتونو د اصلاح په اړه وروسته تر هغه حکومت د نویو ګامونو د اخیستلو ژمنه کوي چې څه موده دمخه د کابل د شاه دو شمشیره جومات مخته یوه ښځه ووهل شوه او وروسته د جومات د یوه ملا چې ویل کیږي خلکو ته به یي تعویضونه هم لیکل په وینا د یو شمیر کسانو له لوري په وهلو وهلو ووژل شوه.

د وزیر په وینا د شاه دوشمشیره د ملا په څیر هر ملا چې سپینه پګړۍ وتړي ملا نه دی او دی به هڅه وکړي چې ټول جوماتونه له فرصت طلبو ملایانو پاک کړي.

نوموړی وايي چې یو شمیر ملایان په اوس وخت کې د ځان له ویرې حقیقت نه شي ویلای او دا لامل دی چې په ډیرو سیمو کې خلک په تاریکۍ کې قرار لري.

د ښاغلي عثماني په وینا حکومت ژمن دی چې ټول جوماتونه د حج او وقافو وزارت په ډیتابیس کې شامل کړي.

نوموړی وایي، ملایانو ته به د معاشونو کچه د اوسنۍ هغې په پرتله ور لوړه کړي ځکه اوس مهال له دوی سره د ثبت شویو ملایانو لپاره په میاشت کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ افغانیو پوري تنخواه ورکول کیږي چې دا پیسې د دوی د ژواندانه د اړتیاوو لپاره کفایت نه کوي.

6 thoughts on “حکومت: په زرګونو ملایان د نظام پر ضد تبلیغات کوي”
  1. Deer kha hokmat mo da, Deera kha hokmat dare kawoy kana ?de Gharb Ghulman yast kana ? taso po ekhpela ekhpel gerewan ta wogorai De Gharb Tablighat kho taso po makh beyayai, Leken Mullah Emaman de Islam Tabligh bayad wo nakree ………… ? Dostam Wahshe dede daulat se Moqam laree ? wa ghaira ham dasee noor. Aw beya taso Mullah Emamano ta de Miayashtee 3000 – 4000 Afghanai Mash warkoway ka cherta pode mulla yano ke ghairat way no da de Amrica de Tax mordare paise che deer na cheza Mash dai Esta achowolay way.
    Che hagha ham da noro po jebo ke larway.

    Wazeh nadi che kom qesem Tablighat kawe mullayan che daulat na khaliq Motanafer she ?

  2. ګرانو لوستونکو
    سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم.
    زه د وزیر صاحب فیض محمد عثماني په خبرو باندې چمتو راپور ته سخت په تعجب ګورم. عثماني صاحب تراوسه په کومه لویه وچه کې اوسېده ؟ او که له دې مخکې هم په افغانستان کې وو؟ که داسې ده چې دا وزارت نوی رامنځته شوی دی؟ زه حیران یم چې عثمانی صاحب یوازې په ملایانو پسې را واخیسته او هغه هم د فرخندې له پېښې وروسته. زه دا نه وایم چې باید د ملایانو او ملا امامانو موضوع دې ښه تنظیم او کنټرول نشي، بلکه زما ګيله پدې کې ده چې جلالتمآب وزیر صاحب ته پدې خبر یې؟ که نه ؟ چې ستا په ارګ کې ناست کسان د یوه او بل په ضد ویناوې کوي او د ملي مسایلو په اړه د ملي دریځ په خلاف خپل ځانګړی دریځ بیانوي. ته که په جومات کې د تخریب مخه نېسې دا خو یوه ښه خبره ده خو ستا وس ته چې ګورم په ارګ کې باید ته هم چپه خوله کښېنې، که داسې نه ده؟
    بله دا چې مونږ به تا هم وګورو چې هغه څه ته چې ته د نیمګړتیا په سترګه ګورې او ولس ته دې بیان کړل، چې ته به یې مخه ونیسې او که به ته هم د چکري صاحب په شان د حاجیانو په پیسو ځان میلیونر کړې؟ غم مه کوه پیشو تر هغو شيخه وي چې په مږو نه وي پېښه…
    د یوه مسلکی او باوجدانه نظام او ولس په تمه

  3. د وزیر صاحب خبره بلکل سمه اوحقیقت ده، او دا چې ولې اکثره ملایان د دولت مخالف دي ؟ دا ځکه چې ملایان تر هر چا زیات په دین پوهیږي، اوپدې پوهیږي چې د اسلامي شریعت له نظره موجوده نظام د تاییدولو او تقویه کولو نه بلکې د ړنګولو وړ ده، په هر هغه چا چې په الله او په رسول الله ایمان لري فرض عین ده چې په هرې طریقې چې کولای شي باید ددې غیراسلامي نظام په ړنګولو کې خپله ونډه واخلي، او ځان د دنیا او آخرت له شرمندګۍ نه وژغوري.

  4. دنړۍ په هېڅ ځای کې ملایان دومره خپل سرۍ ته نه پرېښودل کېږي لکه څومره چې په افغانستان په خپل سر خطبې ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *