تاند، شنبه، د حمل ۲۳مه: افغان حکومت د کورونايي قرنطین څخه زیانمنو شویو بې وزله او کارګرو کورنیوباندې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو د مرستو ویشلو طرحه تصویب کړه.
دغه د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مرستې به په کابل کې کارګرو، دستفروشانو او اړمنو کورنیو باندې وویشل شي.
د کابل ولایتي اداره وايي، په دې پيسو به اوړه، وریجې، غوړي، دال، لوبیا، چای اوبوره واخلي او دغو کورنیو ته به یې ورسوي.
تر دې وړاندې د کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ د کابل د بې وزلانو په هر کور د ۵۰ کیلوګرامه غنمو د ویشلو کار پیل کړی و.
خو اوس د کابل د والي مرستیاله حنیفه جیروال وايي، ولسمشر ته دوی هم د ۵۰۰ میلیونه افغانیو یوه طرحه سپارلې وه چې منظوري یې راغلې او دوی به پرې ۶۰ زره بې وزله کورنیو ته خواړه اونور توکي واخلي.
نوموړې وویل، له دوی سره د حج و اوقاف وزارت هم همکار دی او هره ورځ په ۴۰ زره بې وزلانو غذايي مواد ویشي: (( موږ هم لس زره ټنه غنم ویشل غوښتل خو د ګذروکیلانو ناوړه استفاده وکړه اوخپلوان یې لیستونو کې واچول بیا موږ ته ملا امامانو د۱۲۰ زره زره کورنیو لیست راکړ.))
د حنیفه جیروال په وینا دمګړۍ کابل کې د ښاروالۍ لخواهم ۳۰ زره کورنیو ته غنم رسول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د قرنطین او کورونا له کبله په ټوله نړۍ کې حکومتونو کور په کورد مرستو رسولو پروګرام پیل کړی دی خو پر افغان حکومت نیوکه ده چې دا پروګرام نه شي مدیریت کولی.