تاند: د اراضۍ او ښار جوړونې وزارت وايي، دا مهال هېواد کې ۳۵۰ ښارګوټي په غیر قانوني ډول جوړ شوي دي.
د دې وزارت ویاند حشمت الله ناصري وايي، دغو ښارونو کې زرګونه کورنۍ مېشتېدي چې په اړه يې وزارت هڅه کوي دا هر څه په قانوني عایداتي منابعو بدل کړي.
نوموړی وايي، د دغو ښارګوټو ورانول به پخپله ستونزه وي، خو وزارت یې هڅه کوي چې دغو ناقانونه ودانیزو پروژو ته قانوني جنبه ورکړي او حکومت ترې عاید ترلاسه کړي.
بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دا مهال د هېواد په شخصي ښارګوټو ټول ټال ۱۰ ملیارده ډالر لګېدلي او که حکومت یې قانوني کول وغواړي نو خصوصي سکټور ته بې هم زیاته ګټه ورسېږي.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، له حکومت تمه لري چې د خصوصي سکټور سرمایه له ابهامه راوباسي او څوک چې دغو ښارګوټو کې ژوند کوي، باید چې قانوني اسناد ورته ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت له راتګ سره سم د یو شمېر ښارګوټو په اړه پلټنې پیل کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *