د نوومبر په لومړۍ نېټه د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود ووژل شو.

له دې وړاندې هم په دې ډول بریدونو کې د پاکستاني طالبانو مهم مشران لکه د دې ډلې پخوانی مشر بیت الله محسود، د پاکستاني طالبانو مرستیالان او مهم قوماندان ولي الرحمن او ملا نذیر په ګډون ګڼ نور کسان هم وژل شوي دي.

خو تازه پېښه له دې ټولو هغو سره توپير لري او په داسې مهال رامنځته کېږي، چې پاکستاني طالبانو له پاکستاني حکومت سره خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی و. ټاکل شوې وه، چې پر حکیم الله محسود له برید یوه ورځ وروسته باید د پاکستان حکومت یو پلاوی د سولې د خبرو اترو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی وای او له طالب مشرانو سره یې د سولې په پروسې بحثونه کړي وای.

خو پر نوموړي له برید وروسته دغه سفر وځنډېده. پاکستان د دې برید پر وړاندې توند غبرګون ښکاره کړ، له امریکا سره یې په خپلو اړیکو له سره د غور کولو وویل، د امریکا سفیر یې احضار کړ او دغه برید یې د سولې پر پروسې برید وباله.

له همدې پښې ایله میاشت وړاندې د پاکستاني طالبانو دویم مشر لطف الله محسود په لوګر کې د امریکا له لوري ونیول شو. ویل کېږي چې نوموړي غوښتل له افغان ملي امنیت ادارې سره اړیکې ورغوي.

د لطف الله محسود د نیولو په اړه پاکستان خواشینی و خو په ښکاره یې څه نه ویل او پر پاکستاني طالبانو یې شکونه زیات شول.

د حکیم الله محسود وژنه له دې امله هم له نوموړي سره ربط لري او ډېری شنناندي په دې فکر کې دي، چې ګویا د حکیم الله محسود ادرس امریکایانو ته لطف الله محسود ورکړی و.

خو اصلي خبره داده، چې د پاکستان له اصلي واکمنې ادارې پوځ او استخباراتو پرته دغه ډول بریدونه کېدای شي او ایا د پوځ خوښه وه چې نوموړی ووژل شي؟

که څه هم چې پاکستان په ښکاره له امریکا سره د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه اختلاف لري او د دې بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي او په پټه له دې بریدونو سره موافق دی؛ خو پر حکیم الله محسود برید د ای اېس ای په لارښوونه او همکارۍ تر سره شوی دی.

په دې برید کې ای اېس ای په خپلې همکارۍ سره غوښتل د طالبانو او پاکستاني ملکي حکومت ترمنځ د سولې هغه پیل شوې پروسه له منځه یوسي، چې د نوازشریف د څو میاشتینیو هلو ځلو په پایله کې رامنځته شوې ده.

په  دې برید سره د پاکستان او طالبانو د سولې ټولې هڅې له منځه لاړې او پاکستاني طالبانو د خپل مشر د بدل اخیستو خبرداری ورکړ.

پوځ او استخباراتو تل د ملکي حکومت د سولې ټول هغه پروګرامونه له منځه وړي دي، چې ملکي حکومت یې د ترسره کولو هڅې کولې؛ خو پوځ او استخباراتو په خپل زیان بللي دي.

پوځ عین کار د هند او پاکستان د اړیکو د ښو کولو پر  وړاندې هم وکړ. کله چې د ولسمشر اصف علي زرداري په حکومت کې د پاکستان وروستي لومړي وزیر راجا پروېز اشرف غوښتل له هند سره اړیکې ښې کړي او هند ته یې  سفر هم وکړ، له هغې را وروسته د جنورۍ په میاشت کې پوځ په کشمیر کې په هندي سرتېرو ډزې وکړې او د راجا پروېز اشرف هڅې یې خنثی کړې.

دغه راز کله چې نواز شریف واک ته ورسېد او له هند سره یې د اړیکو ښه کولو وویل او عملاً یې ورته کار پیل کړ، بیا پاکستاني پوځ وغوښتل چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې خړې کړي، په کشمیر کې یې پر هندي سرتېرو برید وکړ او پنځه سرتېري یې ووژل. هندي سرتېرو هم په ورته عمل لاس پورې کړ او هندي لوړ پوړو چارواکیو غبرګون وښود.

د پاکستان پوځ دغه راز په وار وار هڅه کړې، چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې پروسه هم له منځه یوسي. د قطر د پروسې په اړه د پاکستان ملکي حکومت که څه هم چې د رښتینو همکاریو ژمنه کړې وه؛ خو پوځ له بېلابېلو لارو دغه پروسه ناکامه کړه.

د اصف علي زرداري د سولې راوستو شپږ میاشتیني پلان هم ځکه پایله ورنه کړه، چې پوځ ونه وغوښتل. پوځ لا هم غواړي چې له طالبانو نه د وسیلې په توګه ګټه واخلي. پوځ نه غواړي چې خپلو اهدافو ته له رسېدو وړاندې خپله لنګه غوا له لاسه ورکړي.

پاکستان پوهېږي که وغواړي چې په افغانستان کې سوله راولي په لنډ مهال کې يې راوستلی شي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې مېز ته کېنولی شي؛ له همدې امله یې په لندن کې تېر کال له ولسمشر کرزي او ډېوېډ کېمرون سره ژمنه وکړه، چې په شپږو میاشتو کې به په افغانستان کې سوله راولي.

پاکستاني پوځ د دغه کار مخه ونیوله او حتی تر دې چې ملکي حکومت یې په خپله خاوره کې مصروف وساته. پوځ زرداري ته د دې ژمنې بدله په ډېرو وینو تویولو، خونړیو بریدونو او چاودنو ورکړه.

اوس چې نواز شریف د سولې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره ملاتړلې پوځ یې بیا پر وړاندې سرخوږي جوړ کړي دي. که څه هم چې نواز شریف له پوځه ښې خاطرې نه لري او دا ځل به تر وسه وسه هڅه وکړي چې د هغوی د واک ريښې قطع او کمزوري کړي؛ خو لا هم په  دې بریالی شوی نه دی.

پاکستان له افغان سولې سره د مرستو لپاره ملا برادر خوشې کړ؛ خو پوځ او استخباراتو هغه بیا هم تر خپل نظارت لاندې ونیوه او اجازه یې ورنه کړه، چې نوموړی د سولې په برخه کې ګام واخلي. پاکستاني پوځیان او استخبارات به کله هم دا اجازه ورنه کړي، چې نوموړی د پوځ او استخباراتو د ارادې خلاف د سولې په پروسه کې برخه واخلي.

ښايي حکیم الله محسود نور ای اېس ای ته کارنده پرزه نه وه یا نه وه؛خو د سولې د هڅو د له منځه وړلو لپاره یې د ده له وژنې پرته بله لاره هم نه لرله. که احیاناً د ده مرستیالان او یا نو مهم قوماندانان وژل شوي وای؛ ښايي بیا حکیم محسود خبرو ته زړه ښه کړی وای؛ خو د ده وژنې د خبرو امکان له منځه یوړ.

ای اېس ای په سیمه او حتی نړۍ کې د یوه شر خوښوونکي ارګان په توګه لا هم نه دي غوښتي، چې سیمه په امن کې شي  او تر هغې چې نړۍ واله ټولنه دغه سازمان له تشدد او د وسله والو له ملاتړ لاس  اخیستو ته اړ ایستې نه وي؛ نو په افغانستان او پاکستان کې به د سولې پروسه ناکامه وي او هم به د پاکستان ـ هند او پاکستان ـ امریکا تر منځ اړیکې هېڅکله ونه رغېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *