تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: د ولسشمرۍ نوماند حکیم تورسن ایله نن له خپلې مېرمنې سره په لومړنۍ کمپایني غونډه کې راښکاره شو او زیاته یې کړه که ولسمشر شو نو ټول اوسني – پخواني جنایتکار چارواکي به اعدام کړي.
تورسن ټینګار کړی چې له ټولو اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره به له یوې مخې حساب وکړي، زندان ته به یې واستوي او محکمې ته به حکم وکړي چې ټول له یوې مخې اعدام کړي.
تورسن له طالبانو سره د سولې د خبرو هرکلی کړی او د سولې راتلو ته یې خوشبیني ښودلې ده.
دی نهم نوماند دی چې سږنیو ولسمشریزو ټاکنو ته یې خپل کمپاین پیل کړ.
نوموړی خپل ځان ۱۰۰ په سلو کې راتلونکی ولسمشر بولي او په خپل فیسبوک د جالبو پوسټونو له کبله په ولسي کچه خورا مشهور شوی دی.
د ټولنیزو شبکو اکثر کارونکي نوموړی ډوزن بولي، خو نور بیا د ده خبرې د خلکو د زړه درد بولي او وايي، د فاسدو چارواکو په تړاو یې نظریات د ملاتړ وړ دي.