د ننګرهار والي حیات الله حیات

((جناب والي صاحب! هلمند په جګړه کې ښکېل او خطرناک ولایت دی. تاسو چي ولسمشر هلمند ته رالېږلي یاست، دا یې د هلمند پر ولس لورینه کړې، که تاسو هم هلمند جوړ نه کړ، نو فکر نه کوم چې هیڅ بل والي دي یې جوړ کړي. که دا ځل هلمند جوړ نه شو، زه له هلمنده ځم کوم بل ولایت کې اوسم.)) دا د نادعلي د یوه مخور قومي مشر عبدالخالق خان هغه خبرې دي چې د یو شمیر قومي مشرانو سره یو ځای یې د هلمند د نوي والي حیات الله حیات سره په یوه لیدنه کې وکړې.

ددې ولسي مشر خبره پر ځای ده چې هلمند له ستونزو ډک ولایت دی. پر نشيې توکو سربیره پکې زوروره جګړه روانه ده. اداري فساد هم پکې اوج ته رسېدلی دی. د هلمند نوي والي ښاغلي حیات صاحب هم د خپل کار په لومړۍ ورځ وویل: ((هلمند د اور د تنور په توګه دی، ما چې په هلمند کې دنده قبوله کړې، دلیل یې دادی چې له واک سره ورته راغلی یم.)) په هلمند کې روانه جګړه، د نشيې توکو کاربار او اداري فساد، درې هغه لوی غبرګونونه دي چې د ښاغلي حیات صاحب د ښې حکومتولۍ پر وړاندي به لوی خنډونه وي. خو دا هغه وخت کابو کېدلای شي چې له هغه سره د هلمند ولس همکاري وکړي او ترڅنګ یې په رښتنیې توګه ودرېږي.

د ۲۰۱۵ز کال د اکټوبر پر ۱۹مه نیټه پر لوی مانده سیمې او باباجې باندي وسلوالو مخالفینو بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې دواړې سیمې لاندي کړې. باباجی د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه ده، چې د ښار او باباجي ترمنځ سیند او واړه زراعتي فصلون شتون دي.

د اکټوبر پر ۲۴مه د مارجې اړوند سستاني سیمې باندي بریدونه وشول چې د حجاڼۍ (-د محلي پولیسو ښځينه قومندانې) یو زوی او څلور نور ساتونکي له لاسه ورکړل. سستانی له لاس ووت، ورپسې د ولسوالۍ له ودانۍ پرته ټوله مارجه د دولت د وسلوالو مخالفینو لاس ته ولوېده. د مارجې د بانفوذه مشرانو او ځینو محلي پولیسو کورونه وسوځول شوو. هغه مهال ویره دا وه چې ښايې مخالفین پر لښکرګاه ښار باندي بریدونه وکړي.

په تیره څه باندي یوه نیمه لسیزه کې د هلمندیانو له مرکزي حکومت څخه یوه ګیله دا وه چې د ولایت کلیدي څوکیو ته یې ښه او په کار پوه کدرونه نه وو رالېږلي. په هلمند کې پر امنیتي او اقتصادي ستونزو سربیره ځیني داسي ستونزي هم شته چې ځیني په واک کې کسان یې دواړې غاړي پالي، که نه نو د خپلو ګټو په خاطر خپله چاړه دواړو خواوو ته په اوبو کي ګوري.

یوه غونډه کې ښاغلي حیات صاحب ته یوه ولسي مشر وویل: ((جناب والي صاحب! تاسو له لړم او مار سره مخامخ یاست. لړم دي په اداره کې په فساد اخته مامورین دي، مخالفین درته د مار حیثیت لري.)) د ولسي مشر په ولسي ژبه والي ته دا وینا پر ځای ده. والي به په خپله اداره کې د لړم پر وړاندي هم مبارزه کوي او له ادارې بهر له مار سره هم. نو په داسي یوه حساس حالت کې د ولس پیاوړی دوامداره ملاتړ او د مرکزي حکومت بشپړ دوامداره ملاتړ له ښاغلي حیات صاحب سره د دوو اساسي رکنونو په توګه لویه اړتیا ده، چې له دې پرته به یې د ښې حکومتولۍ او د هلمند جوړونې ارمانونه خوبونه شي.

د ملي یووالي حکومت پر نیمګړتیاوو سربیره ځیني لاسته راوړنې هم لري، د ښې حکومتولۍ په برخه کې یې د لاسته راوړنو په توګه د ځینو وړ او مناسبو کسانو ګمارنه ګڼلای شو، چې له دې ډلې یې په میدان وردګو ولایت کې د ښاغلي حیات الله حیات ګمارنه پر ځای او ښه پایله لرلې ده. هغه مهال چې د هلمند پخوانی والي میرزاخان رحیمي له دندې ګوښه شو، داسي خبرونه وو چې ګڼي د میدان وردک ولایت څخه ښاغلی حیات هلمند ته تبدیلېدونکی و، د هلمند رښتینو خلکو د ولسمشر ددې کار ستاینه وکړه او د ښاغلي حیات صاحب ګمارنه یې د هلمند د والي په توګه پر ځای اقدام وباله. هغو خلکو چې ځمکې یې غصب کړې، اداري فساد یې کړی او په یو ډول نه یو ډول قانوني ګرمتیا لري، د حیات صاحب په راتګ سره خواشیني شوو.

حیات صاحب هلمند ته د نوي والي په توګه د ۲۰۱۶ز کال د اپریل پر ۱۷مه راغی، اوس یې د کار ۱۱ ورځې کېږي، هره ورځ سهار له وخته د شپې تر ناوخته کار کوي. له مشرانو او مخورو سره ګوري، نظامي کتني کوي، لیرې سفرونه کوي. په راتګ سره یې مثبت بدلونونه تر سترګو کېږي. د ښوراب او ډویر نظامي اډو ته یې سفرونه دوه اړینې بیلګي دي چې نورو والیانو به په میاشتو هم له ډویر نظامي اډې لیدنه نه کوله. د حیات صاحب هره ورځ ولسي کتني به د دولت رښتینې پیغامونه تر لیري پرتو مسجدونو او کلیو پوري ورسوي، بل لور به، دهغه کتني له ولسي مخورو او لیرې پرتو سیمو له خلکو سره دا ګټه ولري چې خلک دا احساس کړي چې حکومت کې هر څوک کار کوي هغوی ټول هم بد نه دي، له دولت سره به نږدې شي او همکارۍ ته به لاره هواره شي.

افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې د ښه زعامت نه شتون، په ولسواکۍ نه باور، له ولس سره د حکومت لویه فاصله او د حکومت پر ولس باندي د زور له لارې د حکومت کولو کړنلارې د لویو چلنجونو په توګه یادولای شو. هغه مدیران او آمران چې د ولس په نبض پوه، له ولس سره اشنا، په کار پوه او د ښې عقیدې لرونکي وي، هغوی کولای شي، په حساسو جغرافیاوي سیمو او حساسو دندو کې بریالي شي. زه فکر کوم له حیات صاحب سره پورته ځانګړنې شته او له لویه ربه هیله من یو چې هغه به هلمند کې بریالی کېږي او دلته به د ښې حکومتوالۍ یوه ځواکمنه خښته کېږدي.

له لومړۍ ورځې چې ښاغلی حیات صاحب هلمند ته راغلی له رسمیاتو وروسته هره ورځ له دیني عالمانو، ولسي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو، میرمنو او نورو سره ګوري، د هغه ډېر تمرکز پر امنیتي برخه دی. ملکي او نظامي ادارې یې تر خپل قانوني واک لاندي راویستي. د ادارو رسمیات یې د سهار له اوو بجو د ماپښېن تر دوو بجو کړي. د هغه له راتګ مخکي به د اکثریتو ادارو رسمیات د سهار له اتو د غرمې تر دولسو بجو وو، ځیني داسي ادارې هم وې چې اصلاً رسمی وخت چاته نه و معلوم چې پر څو بجو پیلیږي او پر څو پای ته رسي.  د پوهنې ریاست تر څنګ یې له مختلفو ادارو څخه لیدنې کړې. څه چې مو درک کړي هغه دادي چې ښاغلی حیات صاحب ښه شالید لري، په کار پوه دی، د هلمند په اړه یې کافي مطالعه کړې او د کار کولو اراده لري. هغه ولس ته په خپل پیغام کې وایې چې زه د خدمت لپاره راغلی یم، نه د حکومت د زور د تحمیل لپاره. جالبه داده، چې له لیرې پرتو سیمو خلک چې کله حیات صاحب ووینې چې په جماعت سره هغوی ته لمونځ ورکوي، حیران شي چې یو والي هم کوالی شي امامت وکړي.

حیات صاحب د غوږ نیولو ډېره حوصله لري. په غور او سړه سینه اورېدل د ښه مدیر یوه ښه او پیاوړې ځانګړنه ده. له خپل قانوني واک څخه پر ځای او په ټاکلي وخت استفاده کول د ادارې او دولتدارۍ له تیوریو یوه اړینه هغه ده. تیره ورځ مو له ښاغلي حیات صاحب سره له ځینو ښوونکو او ولسي مشرانو سره یو ځای مجلس لاره. د لښکرګاه د صافیانو د دوستۍ لیسې مدیر تاج ګل خان د خپلې ښوونځی ستونزه ورته وویله. په ښوونځی کې یې له تیرو لسو کلونو د پولیسو یوه پوسته وه، د هغوی او ولس پر دوامدارو هلو ځلو سربیره نه وو توانیدلي چې یاده پوسته له ښوونځی بهر وباسي. په دې ښوونځی کې لویې نجوني هم زده کړې کوي. زه شاهد یم چې مدیر صاحب تاج ګل خان درې ځله مدني ټولنې، د پوهني ریاست او امنیه قومندانۍ ته د اړوند پوستې په اړه شکایتونه کړي وو، خو چا یې ږغ نه و اورېدلی او د هلمند مدني ټولنې پر ټولو هڅو سربیره د یادې پوستې د لیري کولو په اړه اقدام نه و شوی.

ومي لیدل، د هلمند نوي والي ښاغلي حیات صاحب ته چې کله ستونزه ورسېده سمدستي یې له امنیه قوندان سره تلیفون باندې خبره وکړه. هغه ته یې امر وکړ چې ژر تر ژره پوسته له ښوونځی بهر وباسي، دا راته ډېره جالبه وه چې له مجلسه تر کوره نه وم رسېدلی چې د ښوونځی د مدیر له لورې تلیفون راغی، هغه په لوړ ږغ والي صاحب ته دعاګانې کولې، ویل یې چې د پولیسو پوسته یې له ښوونځی څخه ووتله. تاسو وګورئ، د والي صاحب پر ځای اقدام دومره اغیز ولاره، د یوې لسیزې هغه ستونزه چې په زرګونه زده کوونکي ورسره په ستونزه کې وو، حل شوه.

که والي صاحب په هره برخه کې ورته اقدام وکړي، زه ډاډه یم چې موږ به هلمند کې یو ښه سبا ولرو. زه ګورم چې د پوهني ریاست کې ډيري ستونزې شته، ددې په هیله یم چې د پوهنې په برخه کې نور هم د اصلاح په موخه دوامداره کار وشي. بل لور، هیله لرم چې دا لیکنه مې د تاریخ د پاڼو هغه برخه شي چې پکې ښه حکومتولي انځور شوې وي، نه دا چې د یوه ځانګړي کس ستاینه مې پکې کړې وي.

زه د هلمند پر ولس له دې ځایه ږغ کوم چې د حیات صاحب سره بشپړه همکاري وکړي، تر څو هغه په خپله سپېڅلې دنده کې بریالی شي. د حیات صاحب ګمارنه د هلمند د  والي په توګه د هلمند د خلکو لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼم. هیله ده، دا فرصت را څخه بې ځایه تیر نه شي.  زه ډاډه یم که د هلمند ولس د ښاغلي والي صاحب تر شا و درېږي، ډېر ژر به موږ پوره مثبت بدلون وګورو. دا لیکنه مې د ښاغلي حیات صاحب د ستاینې په پار نه ده کړې، ولي ددې لپاره چې نور مشران او د دولت کارکوونکي ترې د ولس خدمت زده کړې او یا خو د هلمند خلک له هغه سره اوږه په اوږه د هلمند د سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاس په کار شي. د یوه اباد، سولیز او پرمختللې افغانستان په هیله.

One thought on “حیات، د ښې حکومتولۍ سمبول / آغامحمد قریشي”
  1. من أصبح ولم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم (الحدیث)
    دیو حدیث شریف مفهوم داسی را په یاد دی چه که دوی طبقی خلک ښه شول ،ټول خلک ښه کیږی او که دا دوی طبقی خرابی شی ټول خلک خرابیږی هغه أمرا او علما دی.
    أمرا یا حکام په اسلام کی هغو معیاری، عالم او مجاهد خلکو ته ویل کیږی چه په بما أنزل الله حکم کوی دخلکو خادم،مدافع او د مظللوم حامی وی ، عادل او شجاع وی .
    هرهغه څوک چه د دین سره سم د خدای جل جلاله د رضا لپاره کارکوی خدای ربالعزت د هغی ممد او کار ساز دی تر څو چه بنده ،خدای پرینږدی ، خدای ربالعزت هیڅکله هم بنده نه پریږدی
    اوس چه اکثرا تنظیمی انحصارګر او دفساد سمبول حاکم دی زموږ غټ مشکل د داخلی فساد،نفاق او دهغوی حاکم انحصار دی نه بهرنی دښمنان. دکابل ورانی او دبن قرارداد د تنظیمی منفی رقابتونو او جاهلی تعصباتو مهلکی نمونی یادولی شو
    موږ الحمد لله صالح خادمان ډیر لرو خو د حاکم مفسدینو سره روابط ورته ګناه او عار ښکاری که وخت ورکړ شی ان شاءالله لکه حیات صاحب به صادقانه خدمت کوی او د ملت د نجات لپاره به یوه لحظه هم غفلت ونکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *