حیات الله حیات

تاند- راپورونه وايي چې د هلمند والي حیات الله حیات د ګلاب منګل پر ځای د ننګرهار والي ټاکل شوی دی.

ګلاب منګل پرون وویل چې په شخصي ملحوظاتو یې د ولایت له چوکۍ استعفا کړې ده.

ارګ نن /دوشنبه/ تایید کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني د ګلاب منګل استعفا منلې ده.

ګلاب منګل وروسته له دې استعفا ورکړه چې په ننګرهار کې له ناامنیو شکایتونه زیات شول.

رویټرز خبري اژانس په کابل کې د یوه جګپوړي چارواکي په قول ویلي چې منګل هغسي دنده پرمخ نه شوای وړلی چې مرکزي حکومت یې توقع لرله یا د ننګرهار ولس یې غوښتنه لرله.

ګلاب منګل د کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې ډېر کلونه د هلمند والي و.

حیات الله حیات مخکې تر دې چې هلمند ته لاړ شي د لنډ وخت لپاره د میدان وردک والي و او د وردک د ولایت په موده کې یې ښه شهرت ترلاسه کړ.

One thought on “حیات الله حیات د ننګرهار والي ټاکل شوی دی”
  1. نن مې پټي کې په غویانو قولبه کوله، په تمه وم څوک به راته زنګ ووهي چې زر راشه ګلاب خان پرځای والي شوې، خو ونه شوه، موږ او دومره طالی هههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *