تاند- د (Egan Airships) په نوم کمپنۍ غواړي چې داسې ترانسپورتي وسیله جوړه کړي چې د الوتکې، هیلي کوپتر، هوايي بېړۍ او ډرون ترمنځ وي.
ایګن اییرشیپ کمپنۍ تېر کال د پلیمپ (Plimp) په نوم یوه هوايي وسیله اختراع کړې وه چې د هوايي بېړۍ یا سفینې، الوتکې، هیلي کوپتر او ډورن ترمنځ وه.
اوس ایګن اییرشیپ امریکايي کمپنۍ رسماً اعلان کړی چې پر دې وسیلې به ۴ ملیارد ډالره ولګوي.
دوی وايي چې په خپله ترانسپورتي وسیله یا پلمپ کې یې بدلون راوړی او د دې نوی ماډل (Model J) د الوتکې په شان الوتلی، د هیلي کوپتر په شان په هوا کې ځای پر ځای درېدلی، په عمودي ډول الوتلی او د ستوربېړۍ په شان له مځکې لوړېدلی شي.
پلمپ همداراز ۸ سپرلۍ یا ۹۰۷ کیلو وزن وړلی شي. د پلمپ سرعت په یو ساعت کې ۶۳ مایله دی او ۱۳۰۰ مابله پر له پسې سفر کولی شي.
پلمپ ۱۵۲ متره لوړېږي.
دا وسیله هماغه راز چې په عمودي ډول له مځکې پورته کېږي، په عمودي ډول پر مځکه کښېني.
جوړوونکې کمپنۍ وايي چې د پلمپ لګښت د هیلي کوپترونو په پرتله ډېر لږ دی.
د پلمپ نوی ماډل (Model J) الیکتریکي انجنونه لري چې په عمودي الوت کې ورسره مرسته کوي.