تاند- فکر مه کوئ څه چې موږ ته په کوم رنګ او اندازه ښکاري حیواناتو ته به هم هماغسي ښکاري. یوه تازه څېړنه ښيي چې حیوناتو ته شاوخوا چاپېریال په خاص رنګ او اندازه ښکاري.
د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هماغه راز چې انسانان شاوخوا یا دنیا څرنګه ښکاري، حیواناتو ته هغسي نه ښکاري.
ځیني حیواناتو ته شاوخوا چاپېریال او نور موجودات بل رنګ ښکاري.
مثلاً چارموښکۍ د شپې د انسانانو خلاف هر شی رنګه ویني او نور حیوانات هم په بل رنګ ورښکاري.
سپي ته د شاوخوا چاپېریال ابعاد تر هغه څه چې انسان ته ښکاري، پراخ څرګندېږي خو د سپو د رنګونو د تشخیص اندازه کمه ده او دنیا ورته تقریباً نسواري بخونه ښکاري.
د پیشوګانو سترګې تر انسان کم واټن لیدلی شي. د پیشو سترګې ډېر تر ډېره تر ۶۰ متره پوري فاصله کې یو شی پېژندلی شي حال دا چې انسان تر ۳۰۰ متره لیري فاصله کې یو شی تشخیصولی شي.
خو د پیشو سترګې بیا په تیاره کې تر انسان تېزې دي ځکه چې د سترګو کسي یې زیاتې پرانیستل کېږي او دا د دې سبب کېږي چې د سترګو شبکیه یې زیاته رڼا جذب کړي او تصویر ورته روښانه ښکاره شي.