تاند نیوز ډیسک: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر راتلونکو دوه اوونیو پورې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه مذاکراتو د پيل خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي یو خبري کنفرانس ته نن یکشنبه وویل، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو زمینه به المان برابره کړي.
نوموړي ویلي، المان کابل ته ضمانت ورکړی دی چې طالبانو سره به ورته د مخامخ خبرو اترو زمینه برابروي او شاید دا کار په دوه راتلونکو اوونیو کې وشي.
که چېرته رښتیا هم طالبان، افغان حکومت سره خبرو ته کېني، نو دا به لومړی وار وي چې دواړه لوري به د جګړې د ډګر پر ځای د خبرو په میز سره مخامخ کېږي.
بلخوا طالبانو که څه دوه ځله افغان سیاسیونو سره خبرې کړي او امریکایانو یې سره دا دی د خبرو اووم پړاو روان کړی، مګر افغان حکومت سره یې هر ډول خبرې بیا بیا رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد بیا ویلي، تر څو چې د خبرو په څلورو مواردو (د بهرنیانو خروج، له افغانستانه د ترهګرۍ د مخنیوي ضمانت، بین الافغاني مذاکراتو او اوربند) بشپړه هوکړه ونه شي، په هیڅ شي به تړون نه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *