له فرویډي لیده شخصیت د ارواپوهنې له درېيو مفاهیمو(ایډ، ایګو، سوپرایګو) څخه جوړېږي.
ایډ غیرمنظم او غیرعقلانی دی. اېګو واقعیتګرا دی. سوپرایګو پر اخلاقي مفاهیمو اتکا کوي.
د چا چې ایډ ډېر قوي وي، بې نظمه او سپک انسان وي. که د چا ایګو قوي وي نارمل واقعیتګرا انسان دی او د چا چې سوپرایګو له اندازې زیاته غښتلې وي، ډېر ایډیالېسټ وي خپل باورونه زیات ارزښت ورته لري دا بیا افراطي وي.
بهرني یا خارجي ممنوعیتونه دې ته وایي، چې محیطي عوامل د انسان د بدو، ښو یا واقعي کړنو خنډ وګرځي. د بېلګې په توګه: یو څوک غلا کوي، خو پولیس یې مخه ونیسي، مانا بهرني خنډونه د انسان د کړنو لامل شي، دا انسان باطناً چندانې شخصیت نه لري، که ټولنیز قیودات او وضعه قوانین نه وي عین ځناور دی، مثلاً نظام، کنټرول او پولیس نه وي، چور، چپاول، جنسي تېری، غلا، قتل، ظلم، د نورو انسانانو ځورونه او هر ډول غیر انساني کار کوي. دا انسان باطناً ځناور دی، یوازې د انسان پوښ ورباندې هوار دی.
بل باطني ممنوعیتونه دي:
باطني ممنوعیتونه دې ته وایي، چې د انسان تفکر، وجدان او له خدایه وېره انسان ته د غیرانساني کړنو اجازه ورنکړي. کله چې د غلا زمینه برابره شي، وجدان یې اجازه نه ورکوي، یا له خدایه وېرېږي، چې غلا وکړي، دا ډول ښه انسان کېدای شي موندلې پیسې بېرته خپل څېښتن ته وسپاري، جنسي تېری نه کوي، دغه راز انسانیت نه وژني. دا ډول کس باطناً او ظاهراً ښه انسان دی.
Salaam,
Pe lannddo jomlo kae dder gattawar matlab wo.
Wror Harun Samun saab pa qalam de barakatunah!!.
Manina