خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٠٦

کندهار افغانستان-  دکندهار ولايت په  مېوند ولسوالۍ کي تېره ورځ ځانګړو  افغان امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال  (٣٠) پارسله وچ ترياک  نيولي دي.

دغه مواد د يادو امنيتي ځواکونو له خوا د بند تيمور په سيمه کي ترلاسه سوي چي پر همدې مهال د موجوده هيئت و مخ ته ټول حريق او سوځول سوي دي.

د دغه عملياتو پر مهال د يادو موادو سره يو ځاى (١)عراده بايفور موټر ،(١)  کلاشنکوف، (٥) عدده  شاجوره او (٥) عدده  د کلاشنکوف مرمي د پوليسو لاسته ورغلي دي.

امنيتي ځواکونو دغه راز د يادو عملياتو پرمهال د ذکرسوو نشى توکو او وسلو سره  يو ځاى  يو تن مظنون هم نيولى چي دا مهال تر تحقيقاتو لاندي دي.

پاته دي نه وي چي  د دغه عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او د سيمي اوسېدنوکو ته کوم زيان نه دي اوښتى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *