تاند، پنجنشبه د اسد ۳مه: افغان ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې له طالبانو څخه په خاص ارزګان کې لویه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.
د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، ځانګړو ځواکونو خاص ارزګان کې د عملیاتو پر مهال ۹۱ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۶ لاسي بمونه، ۲ پایې راکټ، ۲۵ هاوان توغندي، ۲۲ کړۍ لوی ماینونه او د سپکو وسلو یو لوی ډیپو نیولی دی.
سرچینه وايي، سیمه کې د هوايي ځواکونو لخوا بریدونه هم شوي چې په ترڅ کې یې دوه طالب ترهګر وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځانګړو ځواکونو تېره اوونۍ هم دې ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۰ کسه طالب وسله وال وژلي وو.