د آیبټ اباد د مزدورانو چوک له افغان متعلمینو او محصلینو ډک و. همدې چوک ته د کار موندنې لپاره راغلم. لکه ټول خلک چې ماته ګوري. لکه خلک چې را باندې ملنډې وهي.
دا مې لومړی ځل و، چې چوک کې د کار لپاره دریدم. ما نه لږ وړاندې یو بل ځوان په پټو کې پیچلی ولاړ و. چې څنګه یې د ټوخي لپاره مخ له پټو را وویست، وه مې پیژنده. دعوت او جهاد پوهنتون کې سره یو ځای وو.
خو د هغه پوهنځی جدا و. د طب محصل و. ناڅاپه مې غږ کړ: ډاکټره! هغه را وکتل او بیا یې په خوله لاس کیښود: ډاکټر نه، مزدور راته وایه.اسویلی یې وکړ او بیا یې وویل: که ډاکټر وای اوس به شفاخانه کې د کوم ناروغ سرته په سپینه چپنه کې ولاړ وم! خدای شته، ډیر نا هیلی شوم.
خپلو تنظیمي مشرانو ته مو، چې کابل کې په خپلمنځي جګړه بوخت وو، د زړه له تله ښیراوې وکړې. شیبه سره ولاړ وو. هغه له بل ملګري سره کار ته لاړ او زه همداسې ولاړ پاتې شوم. ساعت ته مې وکتل، نږدې یولس بجې وې.
دا وخت څوک مزدوران کار ته نه بیایي. همداسې روان شوم. یو کوچینی پارک و. پر شنه کبله ځای ځای د چینار ژیړې پاڼې پرتې وې. وغځیدم او د مایوسیو په سمندر کې لاهو شوم. هغه مهال به کله کله پولیسانو په چوک چاپه واچوله. دوی ته مهاجر مجرمان ښکاریدل. ستړي افغان مزدوران به یې ځان سره بوتلل.
کومه روپۍ چې به یې ګټلې وه، هغه به یې ترې ولوټله. یو ناڅاپه چا راته غږ کړ. ورخطا شوم. ما ویل که پولیس دي. خو هغه یو مهاجر و، ویل یې: کار ته نه ځې؟ ما چې د لارې کرایه هم خوړلې وه، ورسره روان شوم. د کار په اړه مې هیڅ پوښتنه ونکړه. یوې هدیرې ته تاو شو.
موږ باید یو لوی قبر کیندلی و. د هغوی د مړو دنیا هم زموږ غوندې وړه نه وه. قبرونه یې ښه لوی جوړول او بیا یې پکې د خښتو دیوالونه وهل. قبر کیندل مو شروع کړل.
د دمې لپاره شیبه کښیناستم. د شاوخوا قبرونو شناختې مې لیدلې، مړي یې زموږ د هدیرو په څیر نه وو. په قبرونو کې ټول عمر خوړلي کسان پراته وو. موږ له قبره خاورې را ویستلې او د سړک اغاړه جومات ته ډله ډله جای نماز پر اوږه کسان، د جمعې لمانځه لپاره روان وو.
نن چې مې جلال اباد ښار کې ډله کسان د کار په تمه ولاړ ولیدل، خدای شته هماغه وخت را یاد شو. خو خوشحاله شوم، د دوی کار زموږ وطن ابادوي. دلته مو پولیس خپل خلک دي، مزدورانو باندې چاپې نه اچوي.
محمد نعمان دوست