کلی له ځوانانو تش و. زموږ ډیری زلمیان مزدورۍ پسې کراچۍ ته تلل.څه یې کړي وای؟ وطن کې د دوی په دعاوو واک ته رسیدلې ډلې خپلو کې ښکر په ښکر وې او د ښکلي کابل د ورانولو سیالۍ روانه وه.

د پوهنتون رخصتۍ وې، له څو کلیوالو سره ما هم دغه سفر ته موزې پښو کړې. د پيښور چارسده اډه کې یوه اوږده بس ته پورته شوو. هغه وخت کراچۍ پورې شاوخوا ۴۰ ساعته مزل و. خو د ټیټې کرایې لپاره د هر بس پر سر به ډله افغان ځوانان ناست وو او دغه اوږد مزل یې د بام پر سر کاوه. د درې له تنګو موړونو تیر شوو.

یوې هسکې سیمې ته ورسیدو. دلته د پولیسو ماموریت و، د کوهاټ تهاڼه یې بلله. پولیس موټر ته را پورته شول او سمدلاسه یې ماته د ښکته کیدو امر وکړ. ما عمر کې کار نه و کړی. پاک او منظم ناست وم.

له ښکته کیدو سره سم یې له جیبه راته پیسې او د پوهنتون کارت وویسته او ویل ځه! ما سره نورې روپۍ نه وې. ورته ویل مې ګوره: پښتون یې، پښتانه خپله سیمه کې داسې نه کوي. خو هغه چې د تور لنډ کمییس چرمي کمبربند یې په خوارۍ ګیډه کنټرول کړې وه، غټو بریتونو لاندې موسکۍ شو: ځه مړه، پښتون د څه شي پښتون؟ پیسې پریږده ګنې ښه به نه وي درته.

د پوهنتون کارت او څه پیسې یې راکړې، خو ۱۰۰ کلدارې یې ستنې کړې. هغه وخت دا ډیرې پیسې وې او بیا د هغه چا لپاره چې کار لپاره تر کراچۍ ته.

د تهاڼې خواته راته یوه نوشته ښکاره شوه، هغه داسې وه: پاکستان کا مطلب کیا، لا اله الا الله ژر مې ورته ویل: ګوره دا رشوت دی، رشوت حرام دی. یو حدیث ته غوږ شه: الراشي و المرتشی… لا مې حدیث شریف نه و بشپړ کړی چې ټیله یې کړم په غوسه یې ویل: حدیث حدیث نه چلیږي. موټروان په هارنډ ګوته ایښې وه. له ښیښې یې سر را وه ویست او غږ یې کړ: نور صبر نشم کولای. موټر ته پورته شوم او له ښیښې مې کله بریتور پولیس او کله مبارکې کلمې ته کتلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *