: د مرغومي په شپږمه به په لیسو، ښونځيو او مدرسو کې یو شور ماشور و. له لاوډسپیکرونو به د همدې ورځې د غندنې لپاره داسې شیان اوریدل کیدل، لکه ګناه چې په ورځ کې وي. هغه وخت شورویان زموږ ملک کې دیره وو او موږ به له پاکستانه پرې د مرده باد ګوزارونه کول. د ټولو تنظیمونو له خوا د دغې ورځې غندنې راته ځینې پوښتنې هم پیدا کولې: ښه، که زموږ دښمن مشترک وي نو بیا ولې خپلو کې سره په بیلابیلو تنظیمونو ویشل شوي یوو؟ ولې یې په اړه هر تنظیم جلا جلا غونډې جوړوي؟ او… زموږ لیسه کې دا ځل همدې ورځې ته ښه ترتیبات نیول شوي وو. مخکې به مو د لیسې په ودانۍ کې د دې ورځې په ضد چیغې وهلې خو دا وار پلان بدل شو. ټول شاګردان موټرو ته پورته شوو او داسې سیمې ته راغلو چې د بل تنظیم کسانو په کې غونډه جوړه کړې وه. دا ګډه ناسته زما لپاره لومړی ځل و او خپلې پخوانۍ پوښتنې راته بې ارزښته ښکاره شوې. د لرګي له ستیج نه یې شنه ټوټه را تاوه کړې وه. پر سپین رنګ یې پرې : وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ ایت شریف لیکلی و. د ستیج شاته یو ځوان ولاړ و او په جذباتي انداز یې خبرې کولې. یو دم له ناستو کسانو یو ځوان پورته شو، ناره یې تکبیر یې وویل، ورپسې بل پورته شو هغه هم همدا شعار پورته کړ. دا کسان ډیریدل او زموږ د لیسې وو. یوه دم شور ماشور شو. په ستیج حمله وشوه، ما ویل که شورویان دلته راغلي. ستیج را ولوید.د لاوډ سپیکرونو لاینونه وشلیدل. وروسته د خپل تنظیم د زنده باد شعارونه پورته شول او په یوه شیبه کې د غونډې ځای له خلکو تش شو. محمد نعمان دوست، جلال اباد د مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *