ګهیځ وختي د کابل میرویس میدان یوه هوټل خونه کې کړکۍ ته مخامخ ویښ پروت وم.
د بازار زوږ ته مې غوږ نیولی و او ذهن مې د ورځې پروګرام ترتیباوه.
د یوې اونیزې مجلې مدیر راته د حق الزحمې بدل کې د لیکنو ویلي و، وايي له چاپولو مخکې دې زه باید د لیکلو انداز ووینم.
اوس مې هم نه دي ورسره لیدلي، خو لا هم حیران یم چې په یو ځل لیدو به یې څنګه زما د لیکلو انداز معلوماوه؟
د یوې موسسې کارکونکي ملګري راته غر په غره ویشتلی و، وايي ته خپل وطن ته راشه کار، روزګار دې په ما.
اوس به یې ټیلیفون کې له واره د خپل رییس غیبت راته پیل کړ، چې وايي خدایزده ولې موږ والو سره تعصب کوي.
له تېرو شلو ورځو راهیسې، چې دغه هوټل کې وم، هره ورځ یې د ټیلیفون کولو ځواني البته نه پرېښووله، ډاډ به راکاوه، چې سر یې کارونه ډېر دي!
فکر مې کاوه کار، مار نه شته هسې سړی پښتو نیولی باید زه یې نن سپینه ورته وکړم، چې نور دغه زحمت پرېږدي، چې دې کې د پاخه عمر یو سړی په کوچنۍ بلۍ کې کړکۍ ته نیغ راته ودرېد.
اول ځل مې کابل کې له رنګه دومره تور سړی ولید. ښه شېبه یې په غوسه راته کتل وروسته موسکی شو.
ما هم ورته وخندل، بلکې لاس مې ورته وښوراوه، چې که سلام وي، نو وعلیکم، خو سړي شونډې بوڅې کړې، بیا یې داړې جینګې کړې.
له کالیو او قوارې ذهني مریض نه معلومیده، خو حرکتونه یې عجب وو. نه پوهیدم څه وکړم، چې سړي مسواک له جیبه راویست او غاښونو ته یې ونیو.
نیغ یې راته کتل، د کړکۍ ښېښې ته به یې ښه مخ رالنډ کړ او خوله به یې ټوله وازه کړه.
پرې چیغه مې کړه. سړی شول ودرېد. سترګې یې سره وروستې او تندی یې په ښیښې پورې ونښلاوه. وغوړمبېد:
– څه خبر چې هره سوړه کې ننوتي یاست!
چې کړکۍ مې پرانیستله سړی په ځغاسته د لاندې پوړ زینې ته تاو شو.
غاړه مې ور اوږده کړه. له بهره مې کړکۍ ته وکتل. ساده ښیښه نه وه له یوه اړخه رنګول شوې هنداره وه، خپل مخ مې په کې ولید.