که فکر وکړو هغه کسان، چې د لیکوالي زیاته علاقه لري، ښه استعداد لري؛ خو دوی په دې کې ورک وي، چې څنګه، څه رقم او له کومه ځایه یې پیل کړو. دا حقیقت ده، چې د یوکار پیل په شروع کې څه سخت وي؛ خو په اوسنیووختونو کې زموږ نوي لیکوالان داسي فکر کوي، چې باید په لومړیو کې داسي څه ولیکو، چې په هر لحاظ پوره وي. له نقد څخه ویره د لیکوال ناکامي ده،  که چیرته په خپلو لیکنو باندي سالو نقدونو ته دعمل جامه ور واغوندو لیکنه به مو د لوړ والي لاره خپله کړي. 

که موږ د معاصر ادب لویو لیکوالانو ته پام وکړو هیڅ یو به په لومړیو کې په تول پوره او پخه لیکنه نه وي کړي. که موږ د استاد اسدالله (غضنفر) د ( یو تېر اور ایرې ) اثر مطالعه کړو کوم، چې د ده د پیل لیکوالي ده او ور سره په څنګ کې د همدغه لیکوال د (څراغ) په نامه کتاب وګورو؛ نو پوهیږو، چې هر لوی لیکوال د خامۍ پړاونه وهلي او تر دې ځایه را رسیدلي.

نو خبره مې د خاطرو کوله؛ د لیکوالي په شروع کې مهمه ده، چې لومړی یې له ځانه راپیل کړو. 

که مو په ورځني ژوند کې ډېره عادي پیښه یا کېسه هم وي د قلم په ژبه د خاطراتو په کتابچه کې ولیکئ، چې داچاره مو د لیکوالي په پرمختګ کې ډېره مرسته کوي. استاد اسدالله (غضنفر) د ( نثرلیکلو هنر) نومي کتاب کې لیکې، په کابل کې مي ځوانو زلمیو ته د لیکوالي زد کولو په صنف کې لومړۍ خبره داوه، چې تاسي باید خاطرې ولیکئ د خپلو خاطراتو لپاره جلا کتابچه انتخاب کړئ د ورځې وړه غوندي کېسه، چې تاسي ورسره مخامخ کېږئ په همدي کتابچه کې ولیکئ، چې دا کار مو د لیکوالي د پیل ډېري ستونزي له منځه وړي او لیک مو روانوي.

 د ورځنیو خاطرو لیکل یا په د خپل ژوند د خاطراتو لیکل نه یواځي د لیکوالي په پیل کې راسره مرسته کوي؛ بلکې نوري هم ډېري ښیګڼي لري.

 مثلاً: که چېرته یو څیړونکی د کوم لیکوال په ژوند، فن، شاعري یا لیکوالي باندي د هغه لیکوال له مرګ ورسته څېړنه کوي؛ نو څېړونکی ته لازمه ده، چې د هغه لیکوال د وخت له ژبي، کلتور او حلاتو سره بلد وي؛ نو څېړونکی د لیکوال له مرګ ورسته کوالی شي، چې د هغه خاطرات ولولوي کیدای شي تر ډېره له پورته ذکر شوو څیزونو ځان بلد کړي او لازمه پوهه تر لاسه کړي او خپلي څېړني ته دوام ورکړي؛ نو مهمه ده، چې د لیکوالي د پرمختګ لپاره د دوامداره لیکنې سره په څنګ کې باید دوامداره او هراړخیزه مطالعه هم وشي. تر څو د لیکلو لپاره کافي مواد او پوهه ولرو.   

اخځلیکونه:

غضنفر. اسدالله. د نثر لیکلو هنر

بریال. وحیدالله . لیکچر نوټ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *