خاقان عباسي

تاند- د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان واکمن مسلم لیګ ګوند پرېکړه وکړه چې د نوازشریف پر ځای موقتاً خاقان عباسي صدراعظم غوره کړي.

د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نوازشریف ورور شهبازشریف به صدراعظم کړي خو د دې لپاره چې شهبازشریف د پاکستان د ملي جرګې (اسمبلۍ) غړی نه دی د پاکستان له قوانینو سره سم صدراعظم کېدای نه شي.

ټاکل شوې ده چې شهباز شریف لومړی د ملي جرګې غړی او بیا صدراعظم ونومول شي.

د پاکستان ولسمشر د اګست په لومړۍ نېټه د ملي جرګې غونډه وربللې چې نوی صدراعظم غوره کړي.

نوازشریف د شنبې په ورځ په پارلمان کې د خپل ګوند د غړیو په غونډه کې وویل چې د ملي جرګې تر انتخاباتو پورې به خاقان عباسي صدراعظم وي خو وروسته له دې چې شهبازشریف د ملي جرګې غړی شو، د صدارت چوکۍ به ورپرېږدي.

شهباز شریف اوس د پنجاب ایالت اعلي وزیر دی.

نوازشریف وروسته له دې استعفا ته اړ شو چې د پاکستان سترې محکمې نوموړی د پاناما په قضیه کې په درغلۍ محکوم کړ.

د افغانستان حکومت د نوازشریف پر لېري کېدو او د نوي صدراعظم د ټاکل کېدو په اړه په خپل غبرګون کې ویلي چې د نورو هیوادونو په کورنیو چاروکې د نه لاسوهنې د سیاست پر اساس د پاکستان له نوي صدراعم سره همکارۍ ته چمتودی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *