تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ د ننګرهار په اچین کې د داعش پر ضد د عملیاتو لیدو او د سرتېرو ستاینې ته ورغلي دي.

اسدالله خالد ویلي، په ختیځ کې داعش ماتې د افغان ځواکونو د قربانیو نتیجه ده او له یوې نیمې میاشتې راهیسې پیل شوي عملیات به د وروستي داعشي تر ځپلو دوام وکړي.

ملي دفاع وزارت همدا راز د خالد له قوله په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر دې دمه په اچین کې د عملیاتو پر مهال ۱۰۰۰ داعش جنګیالي، ښځې او ماشومان یې تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پخپله هم تېره اوونۍ ننګرهار ته ولاړ او د داعش ډلې ماتې یې اعلان کړه.

One thought on “خالد او اندرابي اچین ته تللي او وايي تر اوسه ۱۰۰۰ داعشیان تسلیم شوي”
  1. ZENDABAD AFGHAN FORCE/ARMY POLICE/SPECIAL FORCE.

    AFGHAN NATIONAL FORCE WORKING HARD.
    THANKS FROM GOOD LEADERS OF ALL ORGANS.

    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *