اسدالله خالد

تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، طالبان د خپلو وژل شویو کسانو راپور د ملکیانو په نوم تېروي او له همدې کبله د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې د ملکي تلفاتو کچه بې مخینې اعلان شوې ده.

اسدالله خالد چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی وايي، افغان حکومت د ملکي تلفاتو د راکمولو ډېره هڅه کوي، مګر په وینا یې دا هڅې کافي نه دي.

ښاغلي خالد ټینګار کړی چې افغان ځواکونه د خپلو عملیاتو له پیلولو وړاندې او وروسته د ملکي تلفاتو په تړاو ډېر ټینګار او پام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو قومندان سکاټ میلر هم وايي چې د ملګرو ملتونو په راپور کې د ملکي تلفاتو په تړاو ځینو مواردو سره موافق نه دی، ځکه د جنرال مېلر په وینا دوی که څه هم یو لړ ستونزې لري مګر د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته ډېر پابند دي: (( موږ د عملیاتو دقت ته ډېر ژمن یوو، کله چې عملیاتو کې ملکي تلفات اوړي، موږ یې عاجل ثبتوو او بخښنه غواړو.))

 دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۱۷مه د یوناما په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې وروستیو ۳ میاشتو کې ۴۳۱۳ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې چې د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو په ګراف کې ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *