هرکله چې د شعر و ادب د پنځونې تحليل د خاصې اصطلاح په تناظر کې د مضمون عنوان وګرځي، نو بويه د تيورى د اوصولو په رڼا کې بحث په ضمني ډول بايد په عمومي بڼه لنډ تشريح شي، جديد يا جديديت د نونسمې پيړى هغه مغربي تحريک دى چې د سماجي او ادبي ريجحاناتو په بڼه په نړيواله توګه مطرح شو اوڅه داسې پوښتنې يې له ځانه سره راپورته کړې چې ځينې خو يې د هغه وخت د خپلو ټولنو لپاره د عصري ضرورتونو له مخې ومنل شوې او ځينو هغو ته يې بيا د مابعد جديديت په بڼه مباحث راڅرګند شول،د جديديت يوه معنا د نوي والي (نوې تابه) هم ده چې په انګريزي کې جديديت ته (Modernism) ماډرينيزم او مابعد جديديت ته (Post Modernism) پوسټ ماډرينيزم وايي.

جديد يا جديديت چې په بنيادي توګه عقليت، انفراديت، اومادياتو ته ترجيح ورکوي، او په ازادنه ډول د اظهار نوي والي ته ژمن دی، هغه اختلافات چې د دې بنيادي اصطلاحاتو په ترڅ کې ورسره کيږي بيخي د تامل وړ دى، ځکه د دې په شمول هغه نور نړيوال نظرياتي او ادبي مکتبونه او ريجحانات هم چې د تيوريک بحث نښه ګرځي، دوى يوازې نورو ته د خپلو ذاتي تهذيبونو او فرهنګونو په رڼا کې ورمعرفي کړي، يقين دا دې چې هر تهذيب، ��قافت، روايات او ارزښتونه د نورو له هغو سره په جوت توپير کې دي، هر کله چې د دې توپيرونو پام په ټوله کې ونه نيول شي، او نورو ته په بشپړ معنا په تحميلي انداز وروپيژندل شي، او په سخته يې ترې د پالنې غوښتنه هم کېږي، ګويا تهحجم دى،!!

سمه ده چې انديښنه لرو، سوال دا دی چې ولې يې اړتيا پاموو؟؟

موږ د نړۍ د ګلوبلايزيشن په قطار کې ولاړيدل غواړو يا ولاړ يو، شناخت غواړو، خبره لرو، او حق يې هم راته حاصل دى، وړتيا يې هم لرلاى شو، نو ولې د شهکارونو په توګه کم سيالي شو؟ بلکې اوس خو برعکس جديد يا جديديت په جديده معنا (discuss)تحليل کول زموږ لپاره دا دي چې د نورې نړۍ هغه ننګونه چې موږ يې ورسره مخامخ کړي يو، تحفظات پرې لرو، کله کله پښتو ادبياتو کې د نړیوالو رجحاناتو خبره کېږي، ترڅنګ يې په علمي حواله په (محسوس ) او ( غير محسوس ) ډول يادونه هم کوي، خو په زغرده بايد ووايو چې په کلي ډول موږ نه يو توانيدلي چې يا خو دغه مکتبونه او رجحانات په خپلو فکرونو تحليل کړو او يايې په تخليقي حواله داسې فلټرکړو چې په مجموع زموږ د ارزښتونو او د خلکو د ذوقونو لپاره حيات وي، عارف تبسم د پښتو جديد يا جديديت په علمي څېړنه کې د بې سارې قلموال په توګه په خپله لېکنه کې جديديت ته د اړتيا له مخې ليکي، ( خو ضرورت دلته د دې خبرې دى، چې زموږ ليکوال د جديديت او مابعد جديديت په صورت حال باندې بايد خبر وي، ځکه که د دې صورتحال اثرات په لاشعوري توګه د هغو په ليکونو کې راځي، نو دا زموږ ادب له انسانانو او د هغو له ژوند څخه نور هم ليرې کولاى شي،او که چيرې موږ د جديديت او مابعد جديديت شعوري ادراک ولرو، نوکېداى شي چې موږ خپل ادب د دې له اثاراتوڅخه ليرې وساتو، ولې په خصوصي توګه د مابعد جديديت دا دور د انسانيت د بې قدرۍ او له انساني قدرنوڅخه د انکار دور دى، په دې دور کې انسان او چى انساني جذبات هم د مصنوعاتو رنګه اخستل او خرڅېدل کېږي ، د دې عمل ته د ګلوبلايزيشن په بڼه کې د حقيقت رنګ ورکول کېږي)

سمه ده تر دې دمه موږ د جديديت په عمومي پس منظر په دې هدف سرسري وغږيدو تر څو په وړاندې مطلب هم په اسانه سره وپوهيږو، هغه دا چې د خالد پښتون شعري جونګ ( د شور په نوي پړاو ) د مطالعې پر مهال د هغه فني او فکري پيرايې تجزيه دا ثابته وي چې شاعر يې د خپل ټول هنر په زور هغه د لاشعو حوادث چې د شعر لپاره د جذبې په نوم تعريف کېږي، د داخليت او خارجيت په امتزاج په شعوري توګه د نويو مضامينو سره داسې وړاندې کړي چې د فني نوښتونو ځانګړنې يې د جديد شعري راوياتو په تناظر کې تحليل کول غواړم، خو لومړى د جديد يا جديديت په اړه د دوو هغو بر سيرنو مغالطو يادونه هم بايد وشي چې يو يې د تعيين د زبردستۍ د تحميل او تکرار مسله ده، او دوهم يې د همدې اصطلاح تر نامه لاندې په ليک او تخليق دواړو کې په يو وخت په ناخوداګاهانه ډول د جديد يا جدت په بې ځايه تاکيد د هجوم خبره ده، د شعر و ادب ژور لوستونکي پوهېږي چې په شعر کې په دومره لوړه کچه نظرياتي او فکري ټچ تصادفي نه وي، ځکه نو د لومړۍ مغالطې د نه تکرار له ويرې په هغې دوهمې کې يې د مثبتې ارزونې په هدف د خالد پښتون د شعري ډکشن لنډ جاج اخلم، دا ځکه چې د هغه شاعرانه تعلي هم ده.

دوهم بوت کې، روح مې پوکلى، د رنګ په ژبه، خبرې کړمه
ما دې هنر ته، عمر ورکړې، زه دې هنرکې، ښاد و اباد يم،

د جديديت ترټولو خوندورتاکيد همدا دى چې انفرادي اسلوب، سليقه، طرزاحساس چې د اظهار له فني اجتماعيت سره په ټوله کې د ادبياتو په امتزاج کې مهمه ونډه لري،عمده غوښتنه ده، د ذات هغه بوت چې د هر انسان په اندرون کې موجود وي، يو نيم چې ترې د څه جوړلو يا پرې د خپل طبعي ذوق د غوښتنې د تراشلو د وړتيا او اړتيا هنر ولري، او ژوند ورکړي نو باک نلري که د هغې په باب تعلي وايې، که د همدې تعلي په تناظر کې ( د شورپه نوي پړاو ) پرلپسې مطالعه وکړو نو د اسلوب ( سبک ) کلي پس منظر يې د تعلي له استدلال وراخوا نورې جالبې ځانګړنې هم لري،

د خلوتونو د جهان په اخري سيمه کې
زه د الحاد په فلسفې له ګناهونو ووځم

د اوسنيو کره کتونکيو په اند ابهام که له يوې خوا د شعر لپاره د نيمې ښکلا په تله تللى شي ، نو بلخوا د جديديت د مضامينو لپاره هم د پام وړ ګرځي، خو دا ابهام بايد د پيچيدګۍ هغه ډول نه وي چې سبکي انتشار يې رامنځته کړى وي، پورته بيت کې په لومړي ځل د الحاد په فلسفې د سړي زهن ته يوه توجيه دريږي، خو په عين حال کې دلته ابهام موجود دى، چې هغه د دوهمې توجېې خبره ده، د ابهام خوند يې د قافيې د جوړښت په معنا کې نغښتى دى، زه وايم که د يوې شيبې لپاره د ګناهونو پرقافيې د ثوبونو قافيې ته د معنا په هدف ځاى ورکړو، نو ابهام ختم شو، بيت عام فهمه شو، توجيه يې يوه شوه، ترڅنک يې هغه په پورته مسره کې شعري لذت چې شاعرانه تناسب يې ورسره غاړه غاړى کړى، بيخي اوړي، د خلوت د جهان په اخري سيمه کې شاعر د الحاد دفلسفى د تعيين لامله له ګنا ووځي چې دا يې د هنري نا اشناتوب هنر دى ، که څه هم شاعر پدې بيت کې د الحاد په بلنې په ډيره اسانه تورنيداى شي ، خوشاعرانه ضرف دا دى چې شاعر د الحاد پر وړاندې د انکار عقيده وړاندې کړې او ده يې زه ځکه شعوري هڅه ګڼم چې پورته مو د بيت په رد و بدل کې نه يوازې بې خوندګي وليده بلکې هنري او فکري خواوې مو هم سره بې ربطه کړې، (د شور په نوي پړاو) ډيرى شعرونه د صنعت تضاد په نوي بڼه په فکري حواله زمونږ مخې ته راځي ، ځکه نو د فکري او نظرياتي فکر نه لرونکو لپاره دا شاعري يو څه ستونزمنه غوندې ښکاري ، ( زه او زه ) نظم يې د بيلکې لپاره دلته رانقلوم ،

زما احساس ما باندې چک لګوي
زما نظر زما وجود قتلوي
زما جذبه زما شعور ختموي
زما ادراک زما ايمان لړځوي
زما ضمير زماسکون سوزوي
زما رڼا ماته تياره زياتوي
زما ښادي ماله خفګان راکوي
ما د تضاد په بريد خيمه وهلې
زه د اضدادو مجموعه چې يمه
زه نيمايي حصه اوبه اوبه يم
زه نيمايي حصه انګار انګار يم
يو خوا ته مړی يمه هيڅ نه يمه
بل طرف روح يمه زوال نه لرم
يو طرف پوهه يمه عقل يمه
بل طرف ړوند يم عقېده يمه زه
زه دوه ټوکړې يم خو يو ځان يمه
زه نيم کافر نيم مسلمان يمه

د دې نظم فکري افق دومره لوړ دى، چې زما تجزيه يې پر وړاندې هيڅ بويه د ستر حمزه شينواري ( پر ګور يې نورشه )جعفر اڅکزي ته په يو ځوابيه ليک کې داسې څه ليکي ته وا پر همدې نظم تبصره کوي، (فوق الشعور زموږ هغه شعور دی، چې د ظاهري کاينات سره تعلق لري په معاشره کې راګير دی. دلته چې کوم علوم او فنون حاصل کړي د هغو نه متاثره شي او دا تاثر دومره قوي وي، چې د لاشعور تحريکات کار ته نه پريږدي او هر کله چې د يو انسان په فوق الشعور کې د داسې خيالاتو اکثريت شي کوم جې د الحاد ترجمان وي او بيا دا خيالات تخت الشعور ته لاړشي او چې کثرت يې شي نو بيا لاشعور ته د تلو هڅه وکړي، خو که د دې انسان لاشعور دمذهبي شخصيت حامل وي ، نو د دواړو تر منځ يو زورور تصادم شروع شي ، او د دې تصادم په نتيجه کې د انسان ذهن په بحراني حالت مبتلا شي، کله مسلمان وي، کله کافر ، په افکارو کې يې د تضاد پيدا کيدل يقيني وي ، اکثر خيالات يې مهمل وي او که چرته لاشعور يې هم د ملحدانه خيالاتو سره متحد وي ، نو هيڅ تکليف ورته نه رسيږي ، خو که فوق الشعو يې د مذهب حامي وي او لاشعور مخالف ، نو بيا تصادم او پريشاني وي او انسان حيران چې څه وکړي او څه ونه کړي ؟)

د حمزه شينواري مرحوم له خبرو مې برداشت دا دى چې پدې نظم کې د هغه شته کيفياتو پر څرخ په مجموع کې د ( شعور په نوي پړاو ) شعوري نظرياتو ته ځيرشو ، په بښنې سره د شک بريدونه نظم يې پرته له تبصرې دلته راوړوم ، خو په ضمن کې داوايم چې شاعر په بشپړ شعور د کاينات په دايرو کې له خپلې سالمې نظريې څخه بيرون ندې وتلې او په شعوري ډول د خدای د وحدانيت چيغې وهي،

د خپل ارمان په جزيرو کې اشنا
ما د شعور وجود راونيولو
ما د رڼا پلوشې وتراشلې
ما د احساس په اور کې ځان ستي کړو
ما د وحشت په دښت کې چغه وکړه
ما د اظهار په تيږه بريد وکړلو
ما د جمود مرۍ کې غږ واچوو
ما د نظر قوت له سا ورکړله
د بدرنګۍ علامتونو لاندې
ما د ښکلا څېره ښه وليدله
نه مې څه وېره له دوزخه وشوه
نه مې پرواه د جنتونو وکړه
خو ولې بيا هم د شعور د لاسه
د لاشعور فشار د لاندې اشنا
سره د عقله هډو نه پوهېږم
چې زه د چا په طرف ودرېږمه
يو طرف تورې تيارې پټ پټونی
بل طرف پوهه د وهمونو غېږ کې
يو خوا ته راز د کاينات لټوم
بل خوا ته راز د کاينات يمه زه
راز به د راز په اسرار څه پوهه شي

د فرد د اذادۍ اوله ټولنې سره د وصل کېدو يا ترې د فرار مراحل يو څه همدغسې وي، زمونږ ( د شور په نوي پړاو ) شاعر سوالونه پورته کوي، دا داسې سوالونه نه دي، چې د بلې نړۍ د مبهمې فلسفې څخه مستعار وي، بلکې نورو ته د خپلې فلسفې پر بنسټ سوال ارايه کوي، معنا دا چې د خبرې د مفهوم ځواب پخلپه په سوال کې نغښتى وي، دى د خپلو مثبو ارزښتونو او رواياتو ماتونکی نه دى، د خارجي جذباتو پر ځاى په تخليقي توګه داخلي جذبې ته ترجيح ورکوي او همدغسې له نويو مضامينو سره په بيخي سنجيده انداز خبره طرحه کوي ، څو بيلا بيلو فکري زاويو ته يې لنډه کتنه کوو،
شور دا د باد شغا راته اواز راکوي
څه خوضرور شته چې بيا بيا راته اواز راکوي

جديديت د انسان او کاينات په اړه په کاينات کې د مادي لاسته راوړنو په تړاو د عقل پر بنسټ د نويو لاريو په لټون د نوي ژوند د پيدا کولو خبره کوي، خو پورتنى بيت د طبعيت پر بنسټ د حسي نظام له لارې د عقل په پيرايه کې شاعر ته خپله خبره مهمه ده داسې خبره چې رد عمل يې هم ګڼلاى شو ، يا دا چې وايې…..

د خداى د ذات پيژندګلو نه علاوه ګلابه!
د کاينات بله معنا راکړه ما وژاړوه

هغه مباحث پرې ننګيدلاى شى چې دمادياتو له اړخه د عقل پر استدلال د خداى او کاينات د درک خبره کوي، او عقيده ردوي، د کاينات هغه معنا چې د خداى له ذات پرته وي، او داسې عاطفي بر خورد ولري چې دى وژاړوي، ځکه پر خپلې معنا يې ژړيدلى دی، د ( ګلابه) مخاطبه يې د جالبې مکالمې انداز دى، د پورته دوو شعرونو تړلې تبصره مې ځکه وکړه چې شاعر حتى په ځينو شعرونو کې نارې وهلي دي.

که هر څو راته چا کړې ده ګلابه!
د هستى کيسه نيمګړې ده ګلابه!

ډيرې مودې نه د يو راز معلومولو لره
خاورې د خپل وجود په خاورو اړوم لګيا يم

لکه چې ساه وړي د زمان نه د مکان کرښو ته
چې کاينات کې زندګي ګلابه شور نه کوي

هر پړاو باندې خپل شکل بدلومه
د ژوندون د ارتقا د سفر ساز يم

زړه چې د قدرت عمل منلی دی
عقل د فطرت په نوم ښودلی دی

په هر صورت په پورته ذکر شويو شعرونو د تشريح او توضيح څخه نور تېرېږو او يوازې د موضوع په ارتباط يې پرېږدو ، کنې هر شعر په خپل ذات کې له څو اړخونو څخه څيړلى شي، په هيڅ معنا پر يو وخت د شعر ټولې خواوې نشى څيړلى، او که امکان هم ولري ، نو د هغو مضامينو د هجوم ساحه به يې د کمو باذوقو لپاره د منلو وړ وي ، ( د شور په نوي پړاو ) د جديديت په حواله په پښتو شعري بهير کې يوازنۍ مجموعه بللى شو چې د جديديت هغه فکري خوا وې يې په شعوري ډول داسې وړاندې کړي چې هم هغه جديديت خپل بللى شو او هم پرې سيالي کولاى شو او حتى هم ځان پرې ثابتولاى شو ، کوم چى داستحصالي نړى لخوا په مجموع کې زمونږ د شعر و ادب لپاره تروسه د زولنې حېثيت درلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *