تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد مزار شریف ته د یو سفر په ترڅ کې طالبانو ته ګواښ کړی که خپل بریدونه راکم نه کړي نو له امنیتي ځواکونو سره به په جګړه کې دا ډله له منځه یوړل شي.
نوموړی چې د بلخ د امنیتي وضعیت څارنې لپاره دغه ولایت ته تللی و، له خبریالانو سره یې په سوله او اوربند ټینګار کړی دی، خو ویلي یې دي طالبانو د اورکم له اوونۍ وروسته پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي او د سولې اراده نه لري.
ښاغلي خالد طالبانو ته خبرداری ورکړ که پر امنیتي ځواکونو بریدونه کم نه کړي نو د جګړې په ډګر کې به له ماتې خوړلو او نابودۍ سره مخ شي: (( د طالبانو ټول بریدونه ناکام دي او دوی اوس ملکي وګړي په نښه کوي.))
ښاغلي خالد ویلي، افغان ځواکونو سږ کال د طالبانو پر وړاندې پراخې لاسته راوړنې لرلې دي او دا ډله اوس ضعیفه شوې ده.
خالد دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو د روژې د اوربند په هکله د ټولو لوریو غوښتنه رد کړې او دا غوښتنه یې غیر منطقي بللې.
ارګ د طالبانو له دغو خبرو وروسته ویلي، چې طالبانو ثابته کړه چې د جګړې دوام غواړي.
طالبان د افغانانود وژلو او قتل نه لاس نه اخلی ، حتی په روژه کی هم په بی ساری بی شرمی سره ددغه بشری جنایت د دوام اعلان کوی ، نو
د افغانستان د قهرمانه ملی امنیتی او دفاعی قوتونو فرض دی چه د افغانستان د خلکو ، خاوری او نظام نه ددفاع په خاطرتروریستی ګروپونه د طالبانو په شمول په بی رحمی سره وځپی او ختم یی کړی ، د افغانستان مجاهد ملت د خپلو قهرمانو امنیتی او دفاعی ځواکونو سره دی ، او که ضرورت شی اوږه په اوږه به د تروریستانو او دهغوی د حامیانو مقابلی ته ورودانګی ، اودغه شهامت د افغانستان تاریخی ملت د تاریخ په اوږدو کی ثابت کړی . .
وزیر صاحب، دا نولس کاله امریکا اروپا طالیبان له منځه یو نه وړل،نو ته به یی څنګه له منځه یوسی؟هسی ځانونه مه شرموی ،مه غوری کوی،ولس مو پیژنی ،چه د امریکا د ډالرو غله یی ،طالیبان د کلدارو،
یوه سیاسی جوړه سره وکړی،نوره غله،قتل،چور بس دی،ولس نور مه ځوروی.
ستاسو د ایله خبری دی وزیر صاحب دفاع