د ځوان او تاند شاعر دلاور پردېس طنزیه شعري ټولګه (خالي جېب) له چاپه راووته.
خالي جېب د طنزیه شعرونو ټولګه ده چي د زر ټوکه په تیراژ د خاور خپرندویه ټولني له لوري په (172) مخونو کي چاپ سوې ده چي د شاعر په خبره په دې ټولګه کي (110) شعرونه او (80) طنزیه ټپه ييزي ځای پر ځای سوي دي
د دې شعري ټولګي شاعر تاند ته وویل
((د هلمند په جنګي حالاتو کي د داسي شعرونو سخته اړتیا احساسیږي چي د خپلو ژورو او درنو مفاهیمو سره سره د لوستونکو پر شونډو خندا راولي، هیله لرم د لوستونکو او اوریدونکو به د خوښۍ وړ وګرځي))
هلمند کي د طنزیه شعرونو شاعران لږ او مینه وال زیات دي، د پردېس طنزیه شعرونه چي وخت ناوخت د هلمند په سیمه ییزو رسنیو کي خپریږي د ډېرو مینه والو پام ځان ته را اړولی دی.
(خالي جېب) د پردېس دوهمه شعري ټولګه ده چي لومړنۍ يي (ګیله مني سترګي) نومیږي او په (1388) هـ ل کال کي چاپ سوې ده.