د تېرو څو اوونیو راهیسې د ننګرهار ښار په مختلفو ځایونو کې د درسي نصاب د لا بهترۍ لپاره د وړاندیزونو او اصلاحاتو بینرونه لږېدلي دي او هم پوهنتونونو او سوشل رسنیو کې له اړوندو خلکو د مشورو او وړاندیزونه غوښتنه شوې ده، خو رښتیا خبره دا ده، چې د روان کال د اسد په ۲۶ مه هم په کابل پوهنتون کې ولسمشر اشرف غني د پوهنتونونو د نصاب په اړه استادانو او د لوړو زده کړو وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې د نوي نصاب په اړه دې جدي غور وکړي ترڅو هغه نصاب نور پای ته ورسېږي چې د پلارونو د وخت لیکچرنوټونه او چیپټرونه یې اوس هم زامنو ته تدریسېږي، مگر پخپله ولسمشر له خبرو پرته هیڅ جدي نه و، د سرکار پر همغه زوړ سټایل او طرز ژمنې، سپارښتنې او خبرې وې، که خبره یوازې همدومره وي، نو موږ پوهېږو چې عمل مهم دی، د همدې ولسمشر تر ولسمشرۍ وړاندې د نصاب په اړه د ده ځینې داسې مهمې خبرې او تیورۍ د ننگرهار پوهنتون په ارشیف کې موندلی شو، چې که ده غوښتل پلې یې کړي ممکن موږ به نن له څو کالونو ورسته د نصاب په اړه د دوامدار شکایت او مشکل خبره نه لرله؛ خو تراوسه د نه پاملرنې لامله ښکاري داسې چې ولسمشر په دې برخه کې نور دوه کلونه د افغانستان د خورا ژور فکري بدلون هغه بیړۍ چې پر مصلحتونه یې روانه کړې نور نه شي ژغورلی او دا نه ژغورنه یې پخپله د ولسمشر په شمول د ده د خاصو فرهنگي او علمي مشاورینو پر مخ هم توره کرښه ده.

په دې لیکنه کې غواړم د نصاب په اړه د مجموعي بهترۍ خبره وکړم، نه د نصاب پر تخنیکي اړخ چې یوازې پر څانگوالۍ پورې مې اړه لري، ځکه زموږ مشکل اوس عمومي یا مشترک دي یعنې په ټوله کې له یو ډول ستونزو سره مخ یو.

موږ دا وخت په عمومي توگه درې ډوله نصاب لرو، اول یې هغه نصاب دی چې د دولت اړوند ښونځيو او پوهنتونونو کې د رسمي نصاب له مخې تدریسېږي، دویم یې د خصوصي ښونځیو پوهنتونونو نصاب دی چې له دولت سره وصل دی مگر نصاب یې د نړی د مختلفو هېوادونو پر میتود رغېدلی دی، چې ازاد نصاب هم ورته ویلی شو، دریم یې د دینې او اسلامي مدرسو نصاب دی چې دا هم تر ډېره په ازاد ډول په مختلف شکل تطبیق کېږي.

د دې درې واړو نصابونو مشکل دا دی، چې له ابتدا څخه يې د همغږۍ او کتگورۍ پر ځای پر هغه ظرفیت تکیه وهلې چې کمزوري زدکړیال یو ځای او تکړه یې هغه بل ځای پاتې شوي دي یعنې یو ډول پخپله کټگوري شوي دي او په اروايي او فکري لحاظ یې کشمکش ته لاره هواره کړې ده، همدا بېلا بېل نصاب دی چې د کټگوریو مشکل یې رامنځته کړی، ابتدايي ښونځي چې غیر مسلکي ښونځي دي یوازې د زدکړیال پر چاپیریال او ابتدايي فکري او ذهني ودې کار لري،کوم نصاب چې د زدکړیالو اروايي او اخلاقي چلندونه حتی د استادانو پر وړاندې نشي رغولی له هغه نصاب د ټولنې او کلچر سمونې هیله هوس ده، چې په دې برخه کې د منځنیو زدکړیالو فکري او اخلاقي بېلگه په پام کې نېولی شو.

اصلا علمي تجربې، فکري او ذهني رغونه له همدې ځایه سرچینه اخلي. یو سټيټ مکلف وي چې پر غیر طبقاتي ډول د ابتدايي زدکړیالو لپاره د گډ نصاب په رامنځته کولو کې نه ستړکېدونکی نقش ترسره کړي. دا کار له څو بعدونو گټور دی، د لومړنیو ظرفیتونو په رامنځته کولو کې به مساوي حقداري رامنځته شي، تعلیمي کچه ممکن لوړه شي غریب او خان به دواړه حق ولري چې یو ډول نصاب ولولي، د ریاست ضد افکارو سوري به بند شي، ملي ارزښتونه او فکري اجماع رامنځته کولی شي او بلا اخره د همدې همغږیو برکت به وي، چې نصاب به په یو وخت کې د ټولو لپاره د نویو معیارونو په اساس اپډيټ او پلی کېدلای شي.

زموږ د نصاب په ابتدایي ښونځیو کې بله ستونزه د ښوونکیو ده چې د نصاب په جنجال کې یې مهم عناصر گڼلی شو، د جگړو لامله د علمي فقر دوره همدا وه چې تېره شوه، خو له دې ورسته هیڅ استثنا او زړه خوږی نه دی پکار، غیر مسلکي او خیالي ښوونکي همدغه دي چې له نویو معیارونو سره نوی نصاب ورته کفر ښکاري، حال دا چې مسله یې د وړتیا ده چې د نوي نصاب د تدریس له نويو میتودونو سره ځان نه شي عیارولی، چې د ټیټو ظرفیتونو په بهانه یې د نوي او معیاري نصاب مخه هم نیولې، موږ باید پوه شو چې که نصاب په ابتدايي کچه معیاري او پر نویو ظرفیتونو پر ابتدايي ښونځیو کې کار ونکړو گواکې په لوړه کچه د نصاب معیار کېدل خوب لېدل او خیال جوړول دي.

په لوړه کچه د نصاب خبره همغه د پوهنتون د نصاب خبره ده، دا باید په ډاکه وویل شي چې زموږ پوهنتوني نصاب دومره له علمي پلوه له نصابه خالي نه دی څومره چې د غیر تجربه لرونکیو استادانو لخوا خیالي شوی دی، د پوهنتون په نصاب کې دوه ډوله استادان دي چې یو یې کافي عمر لرونکي دي او بل یې ځوان کهول دی، زاړه استادان د نوي معیار له اساسونو ناخبره دي او ځوان استادان اداره او یا په اصطلاح حساب نه لري، همدا نن د ځوانو استادانو هغه نصاب راواخله چې د رسمي کریکولم لخوا ورته وضعه شوی په سلو کې به لس سلنه د متني کډوډیو او د علمي خپل سریو لامله محصل ته یو غر پر بل غر ولي، دا نصاب چې یوازې پر تیوری ولاړ دی، استاد ښاغلي ته یې هم دا څه سخته نه ده چې د څه کم یو ساعت په اوږدو کې تیوري سره تاو راتاو کړي او وخت واړوي.

دا مشکل د سیانسي علوم محصلینو ته د تجربوي اوزار لابراتوارونو د نشتون لامله څو چنده شوی، دولت او پوهنتوني چارواکي دواړه ړانده او کاڼه دي، که څه هم دا مشکل په لومړیو کلونو کې په شدت سره موجود و مگر اوس چې د ځوانو استادانو تجروبوي ظرفیتونه په نسبي ډول لوړ شوي دي نو په اړه یې بې حسي نه ده پکار.

بله ستونزه چې په لوړو زدکړو کې سړی ورته گوته نیولی شي، هغه د کریکولم کومیټۍ دي دا بلکل مسلکي عمل دی چې د هر مسلک اړوند خلک یې پکې ځای کړي دي، مگر زه یې د خپل مسلک (ادبیاتو) په اړوند درته وایم چې دا کومیټه هیڅ د نویو ادبیاتو له غوښتنو او ضرورتونو خبره نه ده.

تر ټولو ستره اشتبا او بې حسي چې دا کومیټۍ یې ترسره کوي هغه یوازې د کریکولم د حکم ورکول دي چې هیڅ پوښتنه یې پسې نشته د مشاهدې خبره ده چې په تیرو دوه ــ درو کلونو کې هیڅ یو هیآت موږته نه دی راغلی چې د نصاب اړوند پوښتنې او ستونزې مو واوري، که چیرې د کریکولم کومیټۍ د خپل نصاب په اړه ژمنتیا لرله څو سلنه ستونزه دلته هم په نصبي ډول خپل په خپله کمېدلای شوه.

د نصاب د لیکلو طرز یا د نصاب لیکوالي بله هغه ربړه ده چې که د کریکولم کومیټې په دې اړه جدي نشي گواکې نصاب که د اکسفورډ او کیمبرج هم راوړل شي؛ نو مه دې شه! نه استاد پر خپله خبره پوه دی او نه محصل له استاد او چیپټر اخذ او اخیستنه کولای شي.

زموږ د پوهنتونونو د نصاب تر ټولو بده یې لا ده چې د ملي مسایلو او ارزښتونو جگړه پکې روانه ده، دا باید په ډاگه شي چې د یو سټيټ د پوهنتون پر محصلینو د هیڅ سیاست بندیز نشته مگر که له سرو کرښو اوښتنه د سیاست په نامه هر څوک کوي دا به سیاست نه وي، زموږ نصاب دې ملي مسایل روښانه کړي او ارزښتونه دې اعلان کړي، هغه استادان چې د دې مسایلو پر وړاندې د ژمنتیا سوگند نشي ورکولای هیڅ اړتیا یې پامول نه دی پکار!!

د خپل نصاب غوښتنه تر ټولو اولینه غوښتنه ده یعنې هر هغه څه چې د نصاب په برخه کې دي دا زموږ لپاره دي، د (موږ) د پېژندنې سربیره دې د نصاب هغه برخې ته هم لازمه پاملرنه وشي، چې پر خپلو مکاني او زماني شرایطو یې د رغونې بنسټ کښودل کېږي.

د تعلیمي ماهرینو تجربو ښودلې چې تدریسي سسټم په څلورو ستنو ولاړ دی، د درس ویلو ځایونه (ښونځي، پوهنتونونه او مدرسې)، د استادانو او معلمینو د علمي معیار او فکري یوالي ترڅنگ د نصاب د کتابونو علمي او فکري لوړوالی او شفاف امتحاني نظام داسې څه دي، چې که یوه ستنه یې هم کمزوري وي؛ نو د ودانۍ د نړیدو خطر یې شته.

په همدې بنیادونو که موجود حکومت د تعلیم په برخه کې یوه داسې ریاستي پالیسي وضعه کړي، چې د حکومتي کريډیټ پر ځای ریاستي گټو ته ژمن شي؛ نو بویه د تاریخ له هغې تورې کرښې چې پورته مو یاده گړه که څه هم د توگنې چانس یې کم دی، پر یوه نسبي هڅه خو به یې ځان له ډېر خجالته خلاص کړی وي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *