تاند- د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي نن /دوشنبه/ په تهران کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د افغانستان له امنیت سره د ایران پر ملاتړ ټینګار وکاوه.
خامنه يي په داسي حال کې د افغانستان له امنیت سره د ایران د ملاتړ خبره وکړه چې د راپورونو پر اساس د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په ایران کې له نژدې یوې نیمې میاشتې وخت تېرولو وروسته په کوټه کې خپل مرکز ته روان و چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو وویشت او ویې واژه.
تر دې پخوا هم له افغان طالبانو سره د ایران د مرستې خبرونه او شواهد خپاره شوي وو خو دا لومړی ځل دی چې دغه هیواد ته د افغان طالبانو د مشر د سفر په اړه شواهد وړاندې کېږي.
د ایران رسنیو پخوا تهران ته د سپاه پاسداران په بلنه د طالبانو د پلاوو سفر تایید کړی و.
د ایرنا خبري اژانس (انګلیسي) د راپور له مخې، خامنه يي ولسمشر غنی ته وویل، د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان ګټو او امنیت ته پام کړی او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پرمختګ خپل پرمختګ بولي.
ده همداراز وویل:«افغانستان دوه لوی امتیازونه لري چې یو طبیعي سرچینې دي او بل انساني قوه ده او له دې دواړو څخه استفاده د ښه پرمختګ لپاره مرسته کولی شي.»
ایت الله علي خامنه يي افغانان زړور او مستعد خلک وبلل، ویې ویل«د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د متحدو ایالتونو او بریتانیا په شمول د نورو هیوادونو خلاف تل د افغانستان خلکو ته په درنښت او د وروڼو په سترګه کتلي او د هغوی مېلمه پالنه یې کړې ده.»
خامنه يي دا هم وویل چې ایران تل له افغانستان سره په زېربنايي چارو او نورو برخو کې اساسي مرستې کړي دي.
ایرنا له خامنه يي سره د افغان ولسمشر خبرو ته هیڅ راز اشاره نه ده کړې.
د افغانستان ولسمشر نن /دوشنبه/ تهران ته د دې لپاره سفر وکړ چې له دغه هیواد او هند سره د چاه بهار بندر د پراختیا او د ترانسپورت او ترانزیت درې اړخیزه موافقه لاسلیک کړي.