د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي

تاند: د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ګواښ کړی چې ډېر ژر به د اراک تړلې اټومي بټۍ هم فعاله کړي او ایران به د خپلې اړتیا وړ یورانیمو غني کولو ته مخه کړي.
خامنه يي د دولتي ټلویزیون له لارې ولس ته وینا کې د نړیوالو له مخالفت سره سره د یورانیمو د غني کولو په پروسه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده که نړیوال د ایران غوښتنې ونه مني او د امریکا په خوښه بندیزونو ته دوام ورکړي نو دوی به د جولای په اوومه د اراک اټومي بټۍ بېرته فعاله کړي.
خامنه يي ټینګار کړی چې هېواد به یې د جولای له اوومې نېټې وروسته د یورانیمو د غني کولو پروسه چټکه کړي او تر هغې به دې کار ته دوام ورکړي چې ایران په یورانیمو موړ شي.
اراک اټومي بټۍ په ۲۰۱۵ کال کې د اټومي هوکړې په اساس وتړل شوه او ایران هم د اقتصادي بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې ژمنه وکړه چې له ۳۰۰ کېلو ګرامو به زیات یورانیم نه غني کوي.
مګر اوس چې امریکا له دغه تړون څخه وتلې او پر ایران یې بندیزونه زیات کړي، نو ایران هم ګواښ کړی چې اټومي هوکړې ته ژمن نه پاتې کېدل د دوی خپل صلاحیت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *