دغه ښوونځی د هلمند د خانشين ولسوالۍ په تاغز سيمه کې جوړ شوی چې اوس مهال پکې تر اتيا ډېر د سيمې ماشومان په زده کړو بوخت دي.

دغه ښوونځی د پوله ساتو ځواکونو د پنځم کنډک قومندان جان اغا په خپل شخصي لګښت جوړ کړی.

نوموړی وايي، د اړتيا له مخې دا چې سيمه کې ماشومان د زده کړو له نعمت بې برخې و، دغه ښوونځی يې جوړ کړ.

هغه وايي، دغه ښوونځي کې زده کوونکو ته د سرحدي پوليسو لخوا زده کړې ورکول کيږي، په داسې سيمه کې چې نور ښوونځي شتون نه لري.

د سرحدي پوليسو دغه قومندان وايي، راتلونکي اونۍ به د ښوونځي د زده کوونکو شمېر تر ۲۰۰ واوړي.

د دغه ښوونځي زده کوونکو ته کتابونه، قلمونه او نور زده کړه ييز مواد د پوله ساتو ځواکونو د پنځم کنډک قومندان جان اغا لخوا چمتو شوي دي.

هغه وايي هڅه کوي، په دغه سيمه کې به ورته نور ښوونځي هم جوړ کړي.

خانشين چې د هلمند په جنوب کې ليرې پرته ولسوالۍ ده، په يو شمېر سيمو کې يې د ځينو لاملونو له امله ښوونځي نشته، چې ماشومان او ځوانان يې له زده کړو بې برخې دي.

د تاغز په سيمه کې دغه ښوونځی چې په شخصي ډول جوړ شوی، جوړوونکي يې وايي، له دې لارې غواړي خلک زده کړو ته وهڅوي، ترڅو سيمه کې نور ښوونځي هم جوړ کړي او اوسيدونکي يې د زده کړې له نعمت برخمن شي.

One thought on “خانشين کې يو قومندان په شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی”
  1. قومندا صاحب توره دی کړی. الله جل جلاله به درته دنیا او اخرت کی بدله درکوی. محترم قومندان صاحب په حقیقت کی د ټول نه ستر خدمت هم تا وکړ. کور د ودان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *