«خان او کمیسار» د ښاغلي محمد انعام واک د ناول دی چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې چاپ شوی خو په افغانستان کې د ډېرو خلکو لاس ته نه دی رسېدلی.

ښاغلي واک پر لوستونکو دا عشقي، جنګي او سیاسي ناول لورولی چې د تاند له لارې یې ولولي.

خان او کمیسار ناول به سبا (پنجشنبه) په بشپړ ډول په تاند کې خپور شي.

د ښاغلي واک یو شمېر نور اثار هم چاپ شوي چې تر ټولو مشهور اثر یې «د افغانستان قومي جوړښت» کتاب دی چې په پښتو او انګلیسي ژبو خپور شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *