د (وینوراهدي) هدیرې منځ ته چې ورسیدم. د جمپر زنځیر مې راپورته کړ. د لغړو ونو تر منځ تیز باد چلیده. شاوخوا مې وکتل پر ټولو قبرونو د صلیب نښه وه. شکمن شوم چې ځای مې نه وي غلط کړی خو د هدیرې بر سر له دیوال سره څو تنه راښکاره شول. ورچټک شوم.

دوو تنو پر قبر خاورې اړولې. یوه په ریړه کې خاوره راوړه او پر قبر یې تشوله. دې ځوان یوه اړخ ته له ټیکونو سره اوږدې چوټۍ پرې ایښې وې.

چې پر مړې خاورې واوښتې یوه سور ږیري وعظ پیل کړ. ده په عربي خبرې کولې او یوه شین سترګې په چکي ژباړلې.

تر دعا وروسته د متوفی له زوی سره خلکو خدای پاماني وکړه، هغه خبره نه کوله ، رنګ یې تور اوښتی و، خو د سر په خوځولو یې په جنازه کې له ګډون کوونکو مننه کوله. ما ډیر نه پیژانده دومره مې اوریدلي و چې نن د یوه افغان مور خاورو ته سپارل کیږي. دې ځوان د مخه ښه په وخت زما لاس کلک کړ او په سترګو یې اشاره راته وکړه چې تم شم.

ټول ولاړل، ټول شپږ تنه وو. دا ځوان د قبر سر ته ودرید. ویې ژړل او په سلګیو کې یې راته وویل:

– زموږ په ولایت کې جنګ دی کنه وطن ته مې وړه

– خاوره یوه ده څه دلته څه هلته

سړي په دستمال خپلې اوښکې پاکې کړې او پټه خوله ورو ورو له هدیرې رابهر شو.

ما ورته وویل:

– په ښایسته هدیره کې مو مور خاورو ته وسپارله

له مړونده یې ونیولم:

– رښتیا

ما د هدیرې ونو ته لاس ونیو:

– ته دې دنګو ونو ته ګوره

ده پورته وکتل. شمال تورې وریځې د ونو پر سر په مخه کړې وې.

پای، پراګ

One thought on “خاوره/ اجمل پسرلی”
  1. ډېره ښکلې کيسه وه، الله دې نور زموږ په هيواد کې امن او سوله راولي،جنګ جګړو زموږ ډېر نژدې خپلوان يا شهيدان کړل يا يې اروپايي هيوادونو ته مهاجرت ته يې زړه ښه کړ، رب دې زموږ چاره وکړي.
    تر کومه چې د لته د جنګي مجرمينو ناروا کړنې روانې وي لا به ډېر کسان خارجي هيوادونو ته په مسافرت اړ شي.
    رښتيا هم په دغه کيسه کې مکا لمه او کرکټر دواړه ښه راوړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *