عزیز خان هوت

د ډیورند د رسمینت پيژندلو خوب مه وینئ

افغانستان او افغان ملت سولې ته اړتیا لري او د دې په تمه دي چې دغه جګړه ځپلی هيواد به کله او څنګه د یوې نااعلان شوې جګړې د قربانۍ ورکولو څخه خلاصیږي.

افغان حکومت او سیمه ییز هيوادونه هم د افغان سولې په برخه کې هرمهال بېلابېلې ژمنې کوي، څوګ یو ډول او څوګ بل ډول غواړي چې د افغان سولې له پروسې داسې باج ترلاسه کړي، چې نه په افغانستان کې سوله راشي او نه هم دوی بې امتیازه پاتي شي.

پاکستان خو ۱۴ کاله په افغانستان کې د سولې د پروسې د ملاتړ په بهانه شل ځله حامد کرزی او دوه ځلې ډاکټر اشرف غني تیر ویستل او د سولې په پروسه کې د همکارۍ په ډاډ ورکولو یې له افغانستان څخه بلا ګټې پورته کړې.

خو پاکستان نه د سولې په پرخه کې ريښتینې همکاري وکړه او نه یې هم په خپل هېواد کې د تروریزم پرضد د پام وړ عملیات وکړل، پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه چې په افغانستان کې د ورانې جګړې اوربل ساتي تر شاه یې بلا موخې لري او هغې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي چې په افغانستان کې جګړه ګرمه وساتي. دا چې پاکستان څه موخې لري، ټول افغانان پر دې پوهیږي او دلته یې د یادولو اړتیا نه وینم.

خو پاکستان به داسې توجیه کړو چې د افغانستان دښمن دی او دښمن کله هم نه غواړي چې دښمن یې ارامه او اباده وي، نو ځکه د سولې په پروسه کې ریښتینې همکاري نه کوي. نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره د سرتاسري سولې او امنیت په ټینګښت کې ريښتینې همکاري نه کوي او نه هم غواړي چې دغه هيواد ارم اوسې، ځکه د نړۍ ډیری هېوادونه له امریکا سره ستراتیژيکې اړیکې لري، نو په همدې سبب نه غواړي د افغان سولې د پياوړتیا په پرخه کې همکاري وکړي.

افغانان چې سولې ته نه رسیږي دوه ستر لاملونه لري، یو یې سیمه ییز او نړیوال اړخ دی او بل یې کورنی اړخ دی چې دا بیا تر ټولو سترننګونکی او خطرناکه ده. سیمه ییز او نړیوال اړخ خو مې پورته ته یاد کړل چې امریکا، نړیواله ټوله او پاکستان په ګډون یو شمېر ګاونډي هيوادونه دی، خو کورنی اړخ هغه ده چې ډير کله د افغانستان د ملي حاکمیت پرضد ترې څرګندونې کیږي. د مثال په ډوله په افغانستان کې روانې ناامنۍ او جګړه په ډیورند کرغیړنې کرښې پورې تړلې بولي.

په کور دننه یو شمېر کړۍ تل داسې انګیري چې ګواکې په افغانستان کې کومه جګړه چې روانه ده او پاکستان ددې جګړې سرلاری او یا هم تمویل کوونکی دی او دا کار هم ددې په خاطر کوي چې ګوندې افغانان دې ته قانع کړي تر څو د ډیورند کرښه په رسمیت وپيژني او افغانان له دغې سپيڅلې داعیې تیر کړي.

موږ ټول په دې ښه پوهیږو چې ډ ډیورند کرښه هیڅکله هم د افغانستان د روانې ستونزې پلمه نه شي کیدی، ځکه افغانستان ته د مجاهدینو تر راتګ وړاندې حکومتونه کې چې دلته کمونستي ریژیمونه په واک کې ول او پاکستان ترې په ډيره ویره کې و، هغه مهال پاکستان د ډيورند کرښې په اړه هیڅ غبرګون نه درلود او په سړه سینه یې منلې وه، چې ډيورند افغانان نه مني او پنجابیانو هم له احتیاط څخه کار اخیسته او نه یې غوښتل چې له افغانستان سره په دې موضوع کې ښکیل شي.

په افغانستان کې د مجاهدینو د راتګ سره سم کورنۍ جګړې پیل شوې او پاکستان هغه ارمان ته د رسېدو لبیک وویل، چې د ډيورند د کرښې په اړه یې درلود، خو جګړې په افغانستان کې زور واخیست او دا پلمه پیل شوه چې پاکستان د ډیورند کرښي د پيژندلو لپاره دغه جګړه پیل کړې او تر هغې به دوام ورکوي چې هدف یې نه وی ترلاسه کړی.

خو ډیورند کرښې د رامنځته کېدو له اوله او تر اوسه افغانان دغه کرښه نه مني او نه يي هم د منلو اراده لري، یو شمېر کسان چې په کور دننه له پاکستان څخه پړسېږي هغوی کله کله داسې اوازې خپروي چې که د ډیورند موضوع له پاکستان سره حل شي، نو په افغانستان کې به د سولې پروسه پیاوړي.

خو دغه بې ضمېره پلورل شوي کسان په دې نه پوهېږي چې په دې کرښه افغانانو څومره زیانونه او قربانۍ ګاللي دي او څومره نورو قربانیو ته چمتوالی لري افغانان به هیڅکله دغه کرښه ونه مني او نه به هم چاته اجازه ورکړي چې د لوی افغانستان دغه ارمان د څو مردار خورو کسانو لپاره قرباني کړي.

موږ ټول متحد یو چې د ډیورند کرښه په موږ تپل شوې او ددې عظیم ملت ستره برخه یې ترې جدا کړې چې په حقیقت کې موږ د جداي احساس نه کوو او تل یوزای پاتي شوي یو او خپلو اړیکو ته به دوام ورکوو.

موږ سوله غواړو او سوله ته د رسيدو په هیله یو، خو هغه سوله نه غواړو چې زموږ خاوره دې د بل په لاس وي او زموږ ملت دې د تورو پنجابیانو په خوله کې ولویږي، موږ څنګه جرات کولای شو چې د خپل ملت ستره برخه په لوی لاس قرباني کړو. اوس خو دومره ده چې د خپل حق د غوښتلو لپاره مبارزه کوي که چیري افغانان دا تیروتنه وکړي، نو په دې پوه شئ چې خپل د اوجود یوه ستره برخه د ظلم او وحشت په خوله کې ورواچوله.

نو موږ هغو کسانو ته توصیه کو چې د سولې په اړه د ډیورند د موضوعاتو لاس په سر شئ او په قصدي توګه دغه موضوع د اوس لپاره مه جنجالي کوئ، پاکستان دومره هم غیرتي نه ده چې موږ دې ډیورند ورکړو او دا دې په افغانستان کې د سولې لامل شي.

ژوندي دې وي افغانان

تل دي وي افغانستان

مړه او سپيره دې وي د لوی افغانستان دښمنان

One thought on “خاوره مو عزت دی او لوی افغانستان مو ارمان/ عزیز خان هوتک”
  1. Salamona ,

    Hotak saheb pa qalam de bareket.

    Tso wrazy maxki mi d tajikakano -taar-noma (Khawaran!) ki d Haroon Emirzade pa laas likly Pashtunizm … likana pa ddera xwasheniy wlostala ; daa ham d LoyAfghanistan la dochmanano la jomle saxa diey.!

    D`Bach-e sakao evladeh; shory-e nazsvar; Djamietyan aw citemyan d isi aw savak goddagyan diy.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *