ژباړه: حسیب الرحمن نور مل
د خوشاله او نېکمرغه ګډ ژوند لپاره باید دواړه اړخونه پوره هڅه او کوښښ وکړي، څنګه چې خاوند د مېرمنې د پېژندلو هڅه کوي همداسې د مېرمن هم هڅه وکړي چې خپل خاوند وپیژني او د هغه په ځانګړېنو او خصوصیاتو ځان بلد کړي. په ګډ ژوند کې تر ټولو مهم د یو بل درک دي، که خاوند مېرمنې او مېرمنه خاوند درک کړي، د یو بل ځانګړنې وپیژني او پدې هم ځان پوه کړي چې خاوند له مېرمنې او مېرمن له خاوند نه څه غواړي نو دوی به له خوښیو ډک ژوند ولري، موږ هم دلته د هغه څه یادونه کړې چې هر خاوند یې له خپلې مېرمنې د کولو هیله لري.
۱-خاوند له مېرمنې غواړي چې پر مینه یې باور ولري
ځینې نارینه علاقه نه لري هغه څه یې چې په زړه کې تیریږي خپلې مېرمنې ته یې ووایی، خو خاوند دا هیله لري چې مېرمنه یې باید درک کړي او پدې پوهه شي چې خاوند یې ورسره څومره مینه لري، مېرمن باید د خاوند له خبرو نه بلکې د هغوی له رفتار او سکوت نه پوهه شي چې پر خاوند یې ګرانه ده.
۲- خاوند له مېرمنې غواړي چې مرستیاله شي
ښايي خاوند تر مېرمنې یو ښه مدیر وي، هغه د کور او د ژوند د نورو د چارو په کنټرول او رهبرۍ کې تر مېرمنې یې یو څه ښه وي نو دی له همدې امله غواړي چې د کور او ځینې مسولیتونه په غاړه واخلي، مېرمن یې باید هېڅکله دا فکر ونه کړي چې خاوند یې یو دیکتاتور سړی دی چې هر څه یې په خپله ولکه کې نیولي، نه؛ بلکې خاوند نه غواړي چې مېرمن یې ستړې او خسته وي، بلکې هغه غواړي له ده سره د مرستیالې په حیث کار ورسره وکړي.
۳- خاوند غواړي چې مېرمن یې احترام وکړي
هر خاوند تر هرڅه ډېر احترم ته ارزښت ورکوي، کله چې خاوند تېروتنه کوي مېرمن یې باید هېڅلکه بې احترامي ونه کړي، که یې بې احترامي وکړی ښايي له ظاهر یې درک نه کړی خو په حقیقت کې هغوی ډېر ناراحته کیږي چې همدا ناراحتي او خپګان یې په زړه کې د یو ډول کینې او حسد د پيدا کېدو لامل کیږي.
۴- خاوند له مېرمنې غواړي چې ډېر وخت ورسره تېر کړي
خاوند خوښوي چې له مېرمنې سره یې په څنګ کې وي، خوښوي چې ډوډۍ او چای یې له مېرمنې سره په ګډه وخوري، خوښوي چې تلوزیون په ګډه ورسره وګوري او خوښوي چې ځینې تفریحي لوبو کې ګډون ورسره وکړي.
۵- خاوند غواړي چې مېرمنې يې تل ښکلی وي
اړینه نه ده چې مېرمن د هر ورځ ویښتان ږمنځ کړي او سینګار د وکړي بلکې بسنه کوي چې خپله ځان ورته ښکلي ښکاره شي همداسې یې خاوند ته هم ښکلې ښکاري هر خاوند هیله لری چې یوه ښکلې او با سلیقه مېرمن ولري.
۶- خاوند غواړي چې مېرمن یې تشویق کړي
مشوره خبره ده چې وايي(د هر بریالی خاوند تر شا د هغې د مېرمنې لاس دی)
خاوند د مېرمنې له حمایت او تشویق پرته هېڅ پرمختګ نشي کولی، نو هره مېرمن باید د خپل خاوند تر شا لکه غر داسې ولاړه وي، خاوند خوښوي چې مېرمن یې وهڅوي او په سختو شرایطو کې یې د پوره حمایت او پلوي وکړي.
۷- خاوند غواړي مېرمن یې مننه ترې وکړي
دا د انسان طبیعي ځانګړنه ده، خوښوي چې مننه ترې وشي، خاوند هم خوښوي چې مېرمن یې د ځينو کارونو په مقابل کې مننه ترې وکړي، که مېرمن د خپل خاوند نه تل مننه وکړي خاوند هڅه کوي چې دخپلې مېرمنې د خوښۍ او هوسیانې لپاره ډېره څه ترسره کړي. هر مېرمن یې د وازمويي کله چې د خپل خاوند نه مننه کوي نو د هغه څېرې او سترګو ته د وګوري چې څنګه یې پر شونډ موسکا خوریږي.
۸- خاوند غواړي چې مېرمن یې تل د موسکا او خندا لامل وي
د خاوند خندول او خوشاله ساتل په ګډ ژوند د مېرمنې ستره بریا ده، د خاوند خوښوي چې مېرمن شوخي ورسره وکړی او ویې خندوي، خندا او موسکا انسان ته د ستونزو په وړاندې د مبارزې ځواک او قوت ورکوي، که مېرمن او خاوند غواړي چې په ګډ ژوند کې د ستونزو پر وړاندې د مبارزې ځواک پیدا کړي نو یو بل د وخوندي.
۹- خاوند غواړي چې مېرمنې یې خبرو ته غوږ ونیسي
هر خاوند غواړي چې مېرمن یې غوره اورېدونکي وي، په ګډ ژوند کې د یو بل خبرې په غور اورېد د ناسم پوهاي د رامنځته کېدو مخه نیسي، نو خاوند هم غواړي چې مېرمن په پوره حوصله خبرې واروي او هضم یې کړي.
۱۰- خاوند له مېرمنې غواړي چې په کور، ځان او اولادونو یې پام وکړي
یو څه ته مو پام چې بې پروايي او بې غوري په ګډ ژوند کې ستونزې زېږوي، ښه مېرمن تل پر خپل ځان کور او په اولادونو پام کوي، خاوند تل له خپلې مېرمنې غواړي چې باید په ځان پام وکړي، کور پاک او منظم وساتي او اولادونو په روزنه کې یې پوره هڅه او کوښښ وکړي.
دا چه میرمن باید څه وکړی په دی لیکنه کی ورته هر اړخیزه مشوره او اشاره شوی ده ډیره دمطلب نه ډکه لیکنه ده.دا لیکنه به نوره هم خوندوره وی که خاوند ته هم مشوره ورکړل شوی وی.ټول نارینه هم داسی میرمنی غواړی خو زیاتره نارینه خپل مسؤلیت ته متوجه نه وی او کورنۍ ژوند خرابیږی.دیوه لاسه ټک نه .خیژی خاوند هم باید بامسؤلیته وی.موږ همیشه میرمنی ملامته کوو