تاند – خاینه ټلواله کتاب د اسراییل، ایران او امریکا تر منځ پر پټو معاملو لیکل شوی دی.

د کتاب لیکوال د امریکا متحده ایالتونو، ایران او منځني ختیځ د چارو او پېښو نامتو شنونکی تریتا پارسي دی.
دغه کتاب خورا مهمه څېړنه او سپړنه ده، ځکه یې په واشنګټن کې د بهرنیو  اړیکو شورا له خوا د غوره کتاب د سروزرو جایزه هم ګټلې ده.

په کتاب  کې د درې ګوني مثلت( اسراییل، ایران او امریکا) پر ټلواله سربېره پر سړه جګړه، عرب اسراییل جګړه، اسراییل، ایران او د عراق کوردان، د صدام یرغلګرۍ، افغانستان او د منځني ختیځ پر نورو هغو اړوند مسلو خبرې شوې، چې له موضوع سره تړاو لري یا دغه مثلث پکې ښکېل دی.

دا کتاب پښتو ته تکړه ژباړن هدایت الله همیم نېغ له انګرېزي ژباړلی. نوموړی له نږدې ۱۳ کلونو راهیسې له انګریزي ژباړه کوي.

خاینه ټلواله د افغانستان د بهرنیو چارو وازرت په مالي ملاتړ دانش خپرندویه ټولنې په ۵۲۷ مخونو کې چاپ کړی دی.

د کتاب لیکوال تریتا پارسي په امریکا کې د ایران توکمه امریکایانو د شورا مشر دی.

نوموړي له دې مخکې هم په دې تړاو مختلف کتابونه لیکلي دي.

تریتا پارسي په دې کتاب کې له ۱۳۰ ډېرو امریکايي اسراییلي او ایراني لوړپوړو چارواک سره هم خبرې کړي دي.

تریتا پارسي د ۱۹۷۴ کال د جولای پر ۲۱ په ایران کې زېږېدلی، خو د سوېډن تابیعیت لري او په امریکا کې اوسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *