له محور ورځپاڼې په مننې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دریم ځل لپاره د ډیورند له کرښې دې خوا د پاکستاني ځواکونو پر بریدونو احتجاج کړی او د ملي دفاع وزارت هم د دریم ځل لپاره ویلي دي، چې د ولسمشر او دټولو وسله والو ځواکونو د لوی قومندان په امر د افغانستان ځواکونه د تیارسۍ په حال کې او د ځواب لپاره چمتو ولاړ دي.
پوښتنه دا ده، چې د دریم ځل لپاره تیارسۍ او د ځوابي کار روایۍ لپاره چمتو والی او هغه هم د ولسمشر او د اعلی سر قومندان په امر څه مانا لري؟
ایا افغانستان غواړي، په ټوله مانا له پاکستان سره رسمي جګړه پیل کړي؟ او که د هغوی د سرحدي ځواکونو د تیري په ځواب کې زمونږ سرحدي قواوې غبرګون ښیي؟ او که په دی پلمه مونږ پاکستاني ځواکونو ته دتخطیو د دوام موقع ورکوو؟
جمهور رییس چې د ټولو وسله والو پوځونو لوی قوماندان هم دی، د افغانستان اساسي قانون د ۶۴ مادې پر بنسټ د جګړې او متارکې د اعلان واک لري، خو پوښتنه دا ده، چې پاکستان په ښکاره ډول د خپل حکومت یا لومړي وزیر په امر پر افغانستان باندی برید او د جګړې اعلان کړی او که چورلکې یې له ډیورند کرښې دې خوا اوښتي او سرحدي پوستې یې د تروریستانو پر وړاندی د جګړې په پلمه د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ باندې راکټونه را توغولي دي؟
کله چې افغان ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ټیلفوني اړیکه ونیوله او په دې اړه یې ورسره خبرې وکړې، نوازشریف د خبرتیا سره سره، د بی خبرۍ اظهار کړی وو. دغه راز د پاکستان لوی درستیز هم افغان سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې بې خبري ښودلې وه.
خو کله چې بریدونو دوام وموند او پاکستاني ځواکونو سره اړیکي ډیر شول، د هغوی نوې پلمه دا ده، چې ګنې تروریستان د جګړې پرمهال تښتي او د ډیورند له کرښې اوړي.
د ملي دفاع وزیر چې پارلمان ته د کورنیو چارو د وزارت معین اوملی امنیت له مرستيال سره يو ځای غوښتل شوي وو، د ملت د استازو په ځواب کې يې وویل، چې د جګړې تصمیم خو سیاسي مشران نیسي. د بسم الله محمدي په وینا، دی د ولسمشر لارښوونې ته سترګې په لار و او د پارلمان غړو ته یې وویل، چې د جګړې تصمیم خو تاسې نیسۍ.
په دی مانا چې زمونږ د دفاع وزیر دې ته په انتظار کې و، چې ولسمشر د پارلمان په تایید ورته د پاکستان پر خلاف د جګړې امر ورکړي.
په زړه پورې خبره خو دا ده، چې په ولسي جرګه کې هم چا ترې پوښتنه ونکړه، چې د پاکستان پارلمان پر افغانستان د حملې پرېکړه کړې ده او که دهغه هېواد لومړي وزیر له افغانستان سره د جګړې اعلان کړی وي، چې ته د رسمي جګړې لپاره د درسمي اعلان او لار ښوونې په تمه ناست یې ؟
په هر حال د هېوادونو د سرحدی ځواکونو تر منځ نښتې او تاواو تریخوالی دومره هم غیر عادي خبره نه ده.
له دی سره سره چې دا کار له نړیوالو حقوقي معیارونو ښکاره سر غړونه او د یو بل هېواد پر حريم باندې تیری دی، خو درسمي جګړې د اعلان مانا نلري. د پاکستان او هندوستان تر منځ په کشمیري پوله کې هره ورځ د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وي، خو نه پاکستان او نه هم هندوستان پارلمانونو یو د بل پر وړاندې درسمي جګړې اعلان کړی او نه هم لومړي وزیرانو د جګړې اعلان کړی دی، بلکې د هغوی سرحدي ځواکونه د هر عمل پر وړاندې عکس العمل ښیي.
زمونږ د ملي اردو او سرحدي پولیسو ځواکونه دې هم پوه شي، چې دا د دوو هېوادونو رسمي جګړه نه، بلکې سرحدي ځوکونه له خپلو حدودو د باندې د یو بل هېواد پر خاورې تیری او راکټونه توغولي دي.
دا د ملی پولیسو او ملي اردو دنده ده، چې باید بې له ځنډه د هر عمل پر وړاندې ورته غبرګون وښیي.
په پولو کې پراته ځواکونه دنده لري، چې له پولو ساتنه وکړي او دا یې دنده ده، چې د راکټي بریدونو او دغه راز هوایي تیرویو پر وړاندې غبرګون و ښیي، نه دا چې د ولسمشرتصمیم او د پارلمان تصویب ته انتطار وباسي.
که داسې حالت دوام ومومي، بې له شکه چې پاکستاني ځواکونه نور هم د بریدونو او سرغړونو موقع تر لاسه کوي، ځکه چې هغوی په دې پوهیږي، چې داسې یو لوی تصمیم په لږ وخت کې نه نیول کیږي.
د داسې بریدونو لپاره منطقي ځواب دا دی، چې له یوې خوا دسیاسي او دپلوماتیکو اقداماتو له لارې د ملګرو ملتونو او ناتو له خوا پرې فشار راشي او له بلې خوا زمونږ ځواکونه د هر برید پوځي ځواب ورکړي، نه دا چې له پر له پسې بریدونو څلور اونۍ وروسته اعلان وشي، چې زمونږ ځواکونه دتیار سۍ په حال کې راغلي دي.
که ځواکونو ته د ډیورند غوندې مهمې کرښې په اوږدو کې څو اونۍ وروسته له پر له پسې بریدونو، د تیارسۍ په حالت کې دراتلو امر کیږي، دا د خورا افسوس وړ خبره ده.
دا دافغانستان له ځمکني اوهوایي حدودو د ساتنې ویاړلي سپاهیان اوشاه ځلمیان دي او باید هر شیبه د تیارسۍ په حال کې وي.