په باغ کې د هغو پاڼو له غږه پرته چې د خبریال او کلیوال تر پښو لاندې کیدې او غرږی یې کاوه، د بل څه غږ ږوغ نه و. کلیوال تر خبریال مخته چټک ګامونه اخیستل. خبریال ته یې مخ راواړاوه:
– له جنګه وروسته داسې کراري ده بیخي پخوانی وخت دی
خبریال په شا کړی بیک پر اوږو سم کړ، له باغه یې د وران شوي کور په غولي کې پښه کیښوده. هلته یې د ونې د یوې لویې ماتې شوې څانګې عکس واخیست. د دې څانګې سر له مځکې سره لګیده خو پاڼې یې لاشنې وې. بیا یوې کوټې ته ورننوت. سوري چت ته یې کمره ونیوله، د کوټې په یوه کونج کې یې یوې پرې پلاستیکي چپلکې ته ګونډه ووهله. له ماتې کړکۍ یې د دیوال پر سر ناستې خړې پیشو ته لینز سم کړ، پیشو میو میو وکړ.
کلیوال پر دواړو غوږو ګوتې کیښودې:
-خلک رښتا درواغ سره ګډوي ما په خپله له راډیو واوریدل چې په دې کور کې دیارلس کسان شهیدان شوي، دیارلس نه و پوره نهه وو
د سپي غپا شوه. کلیوال د خبریال مټ ونیو:
– ځیني سپیان لیونیان شوي
خبریال ترهیدلي تور سپي ته وکتل چې پر نړیدلي دیوال راواوښت، په پیشو پسې یې د باغ لور ته منډې کړې.
کلیوال د خبریال مخې ته ودرید، بیا لږ شاته شو، له روغ دیوال سره نیغ شو:
-عکس مې واخله
د سپین رنګه دیوال مخې ته د ده بې وخته لویدلي غاښونه، ګونځې ګونځي تندی، لویدلې سترګې او سپیره مخ د کمرې فلش ته وځلیدل.
پای