۲۰۱۱ جون
سړى له هر چا څخه د هغه د پوهې، تجربې او مقام په اندازه د سمو خبرو تمه كوي. ها بله ورځ جنرال ډېوېد پټرويس ويلي وو، چې: ((فساد د افغانانو د فرهنګ او تاريخ يوه برخه ده))
كه دا خبره د امريكا د پوځ يوه عسكر كړي واى؛ نو سړى به ويلي وو، چې ځه خير دى، ډانګه يي سړى دى په دې شيانو نه پوهېږي. خو له يوه ستر جنرال څخه د داسې خبرې د اورېدو تمه نه لرو. فرهنګ د يوه ملت د باورونو، اقدارو، دود دستور او اخلاقو مجموعه ده. افغانانو هېڅكله رشوت ته ښه نه دي ويلي. زموږ په دين كې په رشوت اخيستونكي او رشوت وركونكي لعنت ويل شوى. زموږ وګړي هغه ته، چې له بيت الماله ناوړه استفاده كوي، حرام خور وايي؛ نو فساد به د افغانانو په فرهنګ كې څنګه ريښه ولري؟
زموږ په تاريخ كې د داسې مفسدو حكومتونو مثالونه نشته، چې اوس يې لرو. كه د پخوانو حكومتونو وضع چا ته نه وي معلوم؛ نو د افغانستان د معاصر تاريخ حال خو هر چا ته معلوم دى. امير عبدالرحمن خان ګڼې سركاري ماڼۍ جوړې كړې، د هغه زوى حبيب الله او بيا امان الله خان هم دې كار ته دوام وركړ؛ خو دوى خپلو اولادونو ته په ميراث څه نه دي پرېښي. د ظاهرشاه د سلطنت صدراعظمان وګورئ، چا سره به د موسى شفيق، هاشم ميوندوال، ډاكتر ظاهر، ډاكتر يوسف يا نورو د فساد ثبوت وي؟ د ثور تر كودتا وروسته د ډاكتر نجيب الله د ولسمشرۍ تر پايه پورې ګڼ شمېر وزيران، رييسان، جنرالان او قومندان تېر شوي دي، څوك دې د هغوى كومه بنګله ښييلى شي، چې دا د پلانكي ده. طالبانو پينځه كاله پر كابل واكمني وكړه، د كوم طالب مشر جايداد په كابل يا په بل ځاى كې چا ليدلى؟ نو فساد زموږ د تاريخ كومه برخه ده؟ البته هم د افغانستان په شاهي نظام او هم په جمهوريت كې لږ ډېر اداري فساد و؛ خو نه په دې بڼه او نه په دې كچه، چې اوس يې وينو. د نورمحمد تره كي او په تېره بيا د حفيظ الله امين په واكمنيو كې فساد صفر ته نژدې شوى و. د كارمل او روسانو په راتګ سره بيا اداري فساد يو څه زيات شو. ډاكتر نجيب الله د فساد د له منځه وړلو لپاره كميسيون جوړ كړ؛ خو له دې كميسيون سره د كارمل د پلويانو مبارزه پيل شوه، په پاى كې فريد مزدك وويل: ((كميسيون مبارزه با فساد را با يك ضربۀ فني ناك اوت كرديم.)) هاغه مهال هم لكه نن، اكثر هغه كسان په فساد ككړ وو، چې هم په دولت كې د ننه وو او هم يې د دولت د سياستونو او كړنو مخالفت كاوه. البته هاغه مهال فساد په محدودو كړيو كې په محدوده پيمانه و مثلاً د ډاكتر نجيب الله د حكومت په وروستيو كې د كوټۀ سنګي چوك ته نژدې يو ماركېټ جوړېده، چې خلكو ويل د سلطان علي كشتمند دى او په تيمورشاهي سيمه كې فريد مزدك د بانك په پيسو يو ماركېټ جوړ او بيا يې خرڅ كړ، ويل كېږي، چې وروسته بيا ده د بانك پيسې هم بېرته پرې كړې.
اصلاً په افغانستان كې مفسد حكومتونه د غربيانو سوغات دى. دا د استاد رباني حكومت و، چې د چور او فساد نغاره يې وډنګوله او دا د هغو ټوپكمارو حكومت و، چې امريكا او ملګرو يې راته روزلي وو. د افغانستان په تاريخ كې دويم خورا مفسد حكومت د حامد كرزي حكومت دى، چې دا هم د غربيانو په لاس جوړ شوى. موږ هېڅكله داسې مفسد حكومت نه دى ليدلى، چې نن يې لرو. د افغانستان په تېر تاريخ كې چا سركاري مځكې ته چپ نه شو كتلاى؛ خو نن په ميليونونو جريبه دولتې مځكه زورواكو لاندې كړې ده. د افغانستان د پخوانو دولتونو د مشرانو خپل خپلوان په فساد نه دي تورن شوي؛ خو د كرزي پر كورنۍ او خپلوانو دغه تور لګېدلى دى.
سړى حيرانېږي، چې ولې هغه ملكونه، چې امريكا په كې مداخله كړې ده، ډېر په فساد ككړ دي؟ عراق په نړۍ كې درېيم او افغانستان دويم مفسد رژيمونه لري. خبره دا ده، چې په دې حكومتونو كې د فساد تومنه غښتلې ده. د ډاكتر نجيب الله د حكومت تر ړنګېدو پورې به د دولت هر كاركونكي ته پر تنخواه سربېره، كوپون وركول كېده. دولت به دوى ته اوړه، غوړي، چاى، بوره، صابون او ان تر اورلګيته پورې هر څه مياشت په مياشت په وړيا وركول. دغو حكومتونو د ميكرويانو بلاكونه جوړول، چې هم په كې وزيرانو رييسانو ته او هم كارګرو او د ملي بس ډرېورانو ته كورونه وركول كېدل. د نورو مامورانو لپاره رهني بانك اسانه پورونه وركول، چې خپل كورونه پرې اباد كړي. هاغه مهال شخصي ښوونځي نه وو، شخصي روغتونونه نه وو، ټول خدمات به حكومت وړاندې كول او په سمه توګه به يې وړاندې كول. اوسنى حكومت چې خپل كاركونكي ته درې زره افغانۍ معاش وركوي، څنګه تمه لري، چې دغه مامور دې يې صادق اوسي؟ دى دې په دې درو زرو افغانيو د كور كومه اړتيا پوره كاندي؟ كله چې يو مامور ويني، چې بل د سوپر سكېل په نامه دوه درې زره ډالره معاش اخلي او دى درې زره افغانۍ؛ نو دى به څنګه كار ته زړه ښه كوي؟ له يوې خوا دولتي كاركونكي د ضرورت له مخې فساد ته مخه كوي او له بلې خوا داسې كمزورى ايتلافي حكومت راته جوړ شوى، چې دوه وزيران يې هم سره يوه خوله نه دي. كابينه بايد د ولسمشر د سياستونو له مخې عمل وكړي؛ خو زموږ كابينه د ولسمشر د سياسي مخالفانو ګډوله ده او دا هر څه راته غربيانو جوړ كړي.
نړېوال پوليس هابله ورځ د ويكي ليكس د انټرنټ پاڼې چلوونكى په لندن كې ونيو، دا كار يې د سويډن د حكومت په غوښتنه وكړ. دى په زبر زنا تورن دى. خو زموږ د حج او اوقافو پخوانى وزير صديق چكري، چې په فساد تورن دى او په لندن كې چكر وهي، څوك نه نيسي. دا پخپله د غربيانو له خوا د فساد د ملا تړ په مانا نه ده؟
دې كې شك نشته، چې نن زموږ په ادارو كې فساد بلا كوي، دا موږ ته د شرم خبره ده؛ خو فساد زموږ په فرهنګ او تاريخ كې ريښه نه لري. جنرال پټرويس بايد د دې سپكاوي په وجه، چې افغانانو ته يې كړې ده، بخښنه وغواړي. كه غرب غواړي زموږ په ملك كې فساد له منځه يوسي، بايد د دولت په همكارۍ سره د فساد علتونه او پوټانشيل له منځه يوسي.