عبد القادر صائب

د ښاغلي کرزي د واک دیارلس کلنې دورې ته که څوک په ځیر وګوري نو په باور سره ویلای سي چي په دې پیر کي په افغانستان کي ټولي سیاسي او واک جوړښتیزي مانورې د هغه د سیاسي مداریتوب او ځان غوښتني پر محور را څرخي. هغه ته دا مطرح نه ده چي د ولسواکۍ تقاضا څه ده، د ولس غوښتني څه دي، د ولس درد او کړاو له کومه ځایه نشات کوي او په کمي او کیفي ډول څومره انساني او مالي زیانونه ور اوښتي دياو بالآخره د افغانستان نړیوال اعتبارته څومره زیان رسیږي.

د اوسنیو انتخاباتو دواړه دورې، په لمړي دور کي د زیات شمیر کاندیدانو را میدان ته کیدل، عبدالله عبدالله ته په قانون کي د بدلون رامنځته کولو شین څراغ ښودل، د کاندیدانو ادلون بدلوناو یو په بل کيادغام او د دوهم دور له انتخاباتو وروسته غیر مترقبه پیښو مخته راتلل؛ ټول د کرزي له هغه خبري څخه را پیلیږي چي له ټاکنو وړاندي يې پر خارجیانو د نه لاسوهني ټينګار کاوو. د هغه هدف له دې خبري داوو چي هغه غواړي په تاکتیکي ډول په ازاد لاساو مرحله پر مرحله خپلې طرحي عملي کړي او بهرني لوري چي په سر کي يي امریکا او ناټو راخي،د خپلي ژمني په وندر د دې لوبې ترپایه پوري تړلي وساتي.

زما په ګومان دا نه بحراني وضعه چي د همپالني د ټیم له لاریون او اولسي نافرمانۍ څخه يي زور او احتمال ښه مالوم سو چي په حقیفت کي هیڅ هم نسته، به اوس کرار کرار په لوی لاس د کرزي له لوري د بحراني کیدو خواته بیول کیږي او بالآخره به د فوق العاده حالت په اعلانولو یوار بیا د خپل واک د غزولو پلمه په لاس راوړي. په دې کې د بهرني عنصر د خاموشه کولو لپاره به له امریکا سره د دوه اړخیزه امنیتي تړون د لاسلیکولو او هغوی په دې قانع کولو چي هغه به دې بحران ته په خپله بې ساري وړتیا د پای ټکي ږدي او له هغه ورسته به انتخاباتو یا یو بل ډول نظام د رائجولو له لاري په افغانستان کي د هغوی تلپاتي او لنډمهاله ګټي خوندي ساتي.

کرزي نه غوښتل چي امرخیل دي داسي زر استعفا ورکړي، بلکه غوښتل يي د هغه پر ځای پاته کیدو سره د بحران د رښتیا کیدلو لپاره د نورو پلمو تر څنګ د یوې وسیلي په توګه کار واخلي. خو اوس به ورو ورو ځیني نوري مانورې په کار اچوي ترڅو لوبه ګرمه وساتي او خپلي ستراتیجی پکي عملي کړي.

که څه هم بهرنیانو د ټاکنیزو هلو ځلو له پیله بیا تر اوسه په ښکاره لاسوهنه ونکړه خو په پټه د هغوی تمایل او د پردې شاته هڅه دې ته ده چي یو ایتلافي کمزوری حکومت منځته راسي ترڅو دوی په اسانی سره خپلې غوښتني ور باندي وتپي. د بحران شتون او نه شتون، خارجیانو ته بې تفاوته ده ځکه په نړی کي ډیرې داسي بحرانونه یا د دوی له خوا په مستقل ډول را منځته سوي دي یايي زمینه ورته برابره کړې ده. د بیلګې په توګه د مصر، سوريي، عراق، یوکراین او داسي نور ځکه په دې ډول دوی غواړي لوبه ګرمه وساتي او خپلي ستراتیجۍ عملي کاندي. هغوی په افغانستان کي د جګړې دوام غواړي تر څو په یو نه یو ډول د هغوی پاته کیدو ته، ولو که په لږ شمیر او محسوس فزیکي ډول نه وي هم، موټیو او لامل موجود واوسي.

روانو چارو ته په کتو خو همدا سناریو د پام وړ ده په راتلونکي کي به ګورو چي څه مخته راځي.

په درناوي!

0 thoughts on “خبرې ډیرې خو سر يي یو! عبد القادر صائب”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *