د ټاکنو د کمېسيون د غړو لپاره خو له تېرو څو ورځو راهيسې يوې ټاکل شوې جرګګۍ مشورې پيل کړې دي. دغه جرګګۍ به ولسمشر کرزي ته يو ليست ورکوي چې ولسمشر به د هغه ليست له مخې يو شمېر کسانو د ټاکنو د کمېسيون د کمېشنرانو په توګه پر دندو ګماري. د قانون له مخې د کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي په ګډون ددغه کمېسيون د نورو چارواکو او کمېشنرانو وخت پای ته رسېدلی دی او ولسمشر بايد نور کسان پر دندو وګماري. زما په نظر دا کار تر هغه ګټور دی چې له جهادي مشرانو سره د مشورو پر بنسټ به ولسمشر دغه ډول ټاکنې کولې. په تېر ځل کې فضل احمد معنوي د همدغسې يوه مصلحت له مخې پر دغې دنده وګمارل شو چې وروسته يې همه ولسمشر کرزي ته سرخوږ جوړ کړی او هم يې ټاکنې له يو عالم ستونزو سره مخامخ کړې .
د معلوماتو له مخې ولسمشر کرزی به نن يا سبا د ټاکنو د کمېسيون کميشنران و ټاکي او له دې سره به د ټاکنو په کمېسيون کې د بدلون راوستلو ځينې غوښتنې پر ځای شي. خو کيسه يوازې د ټاکنو دکمېسيون تر مرکزي دفتره پورې منحصره نه ده، بلکې په ولايتونو کې هم د ټاکنو په سيمه ييزو دفترونو کې پراخ ادلون بدلون ته ضرورت دی. زه د بېلګې په توګه د ختيځ زون د ټاکنو د کمېسيون د دفتر مشر مالک سلېمانزی یادولی شم، چې په تېرو ټاکنو کې هم په دغې سيمه کې پر همدې دنده پاتې شوی دی. ښاغلی سلېمانزی په تمامه معنا يو درغل سړی دی.
ده تېر ځل د پيسو په بدل کې په ډېرو ولايتونو کې ځينې خلک ناکام او ځينې نور يې بريالي کړل ، سلېمانزي ته د ټاکنو د کمېسيون دنده تر يوه لوی تجارت کمه نه ده. په تېرو ټاکنو کې يې هم په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې له نوماندانو څخه پيسې اخيستې وې او اوس يې بيا ځان د پيسو په زور مقرر کړی دی او ارو مرو به بيا هم له خلکو څخه پيسې اخلي. ولسمشر کرزی بايد د خپل حکومت په پاتې نهو مياشتو داسې کارونه وکړي چې له واکه تر لري کېدو وروسته خلک ورسره د نفرت پر ځای مينه وکړي او د يوه افغان په توګه ورته درناوی وکړي. که څه هم حکومت يې تر پوزې له فساده ډک دی خو لا هم د اصلاحاتو وخت تېر شوی نه دی. دی کولای شي چې سر له همدې شېبې د فساد پر ضد مبارزه پيل کړي. د ټاکنو کمېسيون چې د فساد يوه لويه ځاله ده، د خلکو په بدلون سره دې دغه کمېسيون له فساده وژغوري. ولسمشر کرزی دې يوازې د کمېسیون د څو کمېشنرانو په ادلون بدلون باندې کفايت نه کوي، بلکې ولايتونو ته دې هم پام وکړي. په ولايتونو کې تر مرکز فساد ځکه ډېر دی چې هلته ډېر خلک له سوال او پوښتنې څخه وېره نه لري.
دوی فکر کوي چې په هېڅ ډول باندې مرکز ورته نه شي رسېدلای چې د دوی د فساد دوسې رابرسېره کړي، له همدې کبله په خلاص لاس درغلۍ او فساد کوي. ولسمشر کرزی که غواړي چې راتلونکي ټاکنې د پخوانيو هغو په څېر په جنجالونو او ناندريو بدلې نه شي او يا د تېر په څېر جنجالي نه شي نو سر له اوسه دې په ولايتونو کې د ټاکنو د سيمه ييزو دفترونو مشرانو بدل کړي او پر ځای دې نوي او داسې کسان وګماري چې په تېر کې يې د ټاکنو په کمېسيون کې کار کړی نه وي. تېرې ټاکنې د همدغو کسانو له لاسه هومره خرابې شوې چې نژدې و مشروعيت له لاسه ورکړي او په افغانستان کې د نظام مشروعيت له سوال سره مخامخ کړي. افغانستان دا مهال په ډېرو حساسو شرايطو کې دی او د افغانستان د راتلونکي سياسي نظام مشروعيت بايد د بل هر وخت په پرتله ډېر روښانه وي، خو ددغه کار لپاره اړتيا ده چې د ټاکنو په سيمه ييزو دفترونو کې وړ کسان پر دندو وګماري. که اوسني کسان په ځانګړي ډول د ختيخ زور د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر سلېمانزی پخپله دنده پاتې شي، نو ټاکنې به سر له اوسه له درغليو ډکې وي او بيا به د راتلونکي هرې ستونزې او کړکېچ پړه د ولسمشر پر غاړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *