د ختیځ ادبي بهیر غړو د روان ۱۳۹۲ ه کال د زمري میا شتې په ۱۱ مه خپله (۵۴) مه ناسته تر سره کړه. دغه نا سته چې مشري ایمل مړوند کوله، کوربتوب يې د الفت پاڅون په غاړه و. د قاري ذبیح الله دلسوز له خوا د قرا نکریم د څو مبارکو ایا تونو پر تلاوت پیل شوه .
دا اونۍ د دریځ چارې محمود خزان مخکې وړلې. د تیرې نا ستې ګزارش ایمل مړوند ولوست او بهیروالو يې ستاینه وکړه.
د ګزارش تر ارزونې ورسته، بهیروالو د اختریزې مشاعرې په اړه خبرې وکړې. تېر کال کوچني اختر کې هم ختیځ ادبي بهیر ملګرو اختریزه مشاعره جوړه کړې وه.
دا اونۍ هم د نیکمرغه کوچني اختر د راسیدو له امله ملګرو د اختریزې مشاعرې د جوړولو په اړه خپلو کې بحث پیل کړ، ځينو ملګرو ویل چې مشاعره باید د اختر په شپه وشي، خو ځينو نورو ټينګار کاوه، چې باید د اختر په ورځو کې يې ترسره کړي. ورسته د یو ساعت بحث نه ټول ملګري سره په دې صلاح شول ، چې د اختر په دوهمه ورځ دې اختریزه مشاعره وشي.
وټاکل شوه، چې د نیکمرغه کوچني اختر په دوهمه ورځ ماسپښین ۳ بجې به مشاعره پیل کیږي او تر ماښامه به دوام کوي.
تر ازاد بحث ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله، چې لسګونو تنو شاعرانو په کې خپل شعرونه وویل.
د ناستې په پای کې د دې اونۍ د غونډې مشر ایمل مړوند دریځ ته پورته شو. نوموړي غونډه ډېره ښه وارزوله. په خبره يې په ناسته کې ډېر ښه بحث وشو او همدا ډول ډېر ښکلي ښکلي شعرونه په کې ولوستل شول.
مړوند زیاته کړه، دا د خوښۍ خبره ده، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې، چې ګرمي او تنده هم زوروره ده، ملګري غونډو ته راځي او ګډون کوي.
غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله .